لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تاشکند کې دکابل ـ مزارـ پیښور ریل پټلۍ دجوړولو سند لاسلیک شو


د افغانستان او چین ترمني هم د رېل پرانېسته شوي ده
د افغانستان او چین ترمني هم د رېل پرانېسته شوي ده

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت او د بهرنیو چارو وزارت دازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پروژه دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا مهمه بولي او ټینګار یې کړی چې دافغانستان د ترانزیټي، سوداګریزو، ریل پټلۍ او هوایي دهلیزونو دپراختیا په موخه یې د ګاونډیو هیوادونو سره هڅې پیل کړي او د دریو واړو ملکونو د رېل لیکې په واسطه به د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ونښلول شي.

د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي د ا وسپنې د پټليو پراختيا به منځنۍ آسيا له پاکستان سره وتړي او له دې لارې به افغانستان ډېره گټه وکړي خو وایي چې د یاد لوی تړون عملی کیدل به وخت نیسي.

پاکستان د سي پېک منصوب دلاندې چین سره د خپل رېل نظام په ښه کولو کار شروع کړی
پاکستان د سي پېک منصوب دلاندې چین سره د خپل رېل نظام په ښه کولو کار شروع کړی

دکابل ـ مزارـ پیښور دریل پټلۍ دلیکې دجوړیدو سند د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني، دبهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر دازبکستان دلومړي وزیر مرستیال او دبهرنۍ سوداګرۍ وزیر ښاغلي سردار امورزاکوف او په اقتصادي چارو کې دپاکستان دلومړي وزیرستر سلاکار او دسوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داود په حضور کې لاسلیک شو.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورت ترمخه د ملک د رېل وی وزیر اعظم خان سواتي ویلي د دریو واړو ملکونو د رېل په دغه کرښه به څلور اشاریه پنځه ارب ډالر مصرفیږي چې ورلډ بېنک یا نړیوالي بېنک به یې مهیا کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر وویل دغه رېل پروژه، چې مزار شریف به د کابل له لارې له پېښور سره نښلوي، د افغانستان لپاره حیاتي بللې او زیاته کړې یې ده، چې د یادې پروژې له لارې به د افغانستان اقتصادي وده نوره هم لوړه شي.

د افغانستان د اریانا ټېلې وژن د رپورټ ترمخه د مجوز رېل پټلۍ به ۵۷۳ کلومېټره اوږده وي او پېښور به د کابل دلارې د تاشکند سره ونښلوي.

د مجوزه رېل پټلۍ په اړه په مطبوعاتي رپورټونو کې دا نه دي وېل شوي چې د دې په جوړولو په کار کله شروع کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د درې واړو هېوادونو ترمنځ دا پروژه د سوداګري، ټرانزیټ او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې یو اساسي کار بللی او ویلي یې دي، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې له پاره مشترک ټکی شي او د "افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا د نښلولو" ګډه هیله به ترسره کړي.

د اوسپنې پټلۍ مسولین وایي چې په افغانستان کې د اوسپنې د پټليو پراختيا به منځنۍ آسيا له پاکستان سره وتړي او له دې لارې به افغانستان ډېره گټه وکړي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي دازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ یاده ګډه پروژه دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا مهمه بولي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د ترانزیټي، سوداګریزو، ریل پټلۍ او هوایي دهلیزونو دپراختیا په موخه هڅې پیل کړي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل لیکه
د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل لیکه

احمدي وایي د "کابل ـ مزارـ پیښور دریل پټلۍ دلیکې دجوړیدو سند دصنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني، دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر دازبکستان دلومړي وزیر مرستیال او دبهرنۍ سوداګرۍ وزیر ښاغلي سردار امورزاکوف او په اقتصادي چارو کې دپاکستان دلومړي وزیرستر سلاکار او دسوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داود په حضور کې لاسلیک شو چې دا په تجارتي،اقتصادي او ترانزیټي اړیکو کې ډیر موثر تمامیدای شي."

د افغانستان د مالي او ادارې مرستیال میرویس میرزکوال چې تاشکند ته د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د سفر ملتیا کوي، د اوزبیکستان اوسپنې پټلۍ مدیره پلاوي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي همکاریو پیاوړتیا او د ټرانزیتي آسانتیاو په رامنځتکولو یې هم خبرې اترې کړي.

د اقتصادي چارو کتونکی صیام پسرلي وایي که چیرې د افغانستان،ازبکستان،پاکستان ترمنځ دغه هوکړه لیک تطبیق شي دا به په انتقالاتو کې ډیره اسانتیا رامنځ ته کړي.

پسرلي وایي" د د درې واړو هیوادونو مسولیت جوړیږي ښه ګاونډیتوب وکړي سیاسي ثبات، امنیت ته اړتیا لیدل کیږي او په کړل شویو ژمنو باندې عمل وشي."

د افغانستان اوسپنۍ پټلۍ مسولین وایي چې د مزار- هرات- قندهار- کویته د اوسپنې پټلۍ چارې به هم ژر پیل شي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هم د اقینه ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ پرانیستل شوه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG