لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پي ټي ایم ملاتړي وايي د منظور پشتین غوښتنې دې ومنل شي


په کونړ کې د پي ټي ایم په حمایت کې د ناستې یو منظر
په کونړ کې د پي ټي ایم په حمایت کې د ناستې یو منظر

د افغانستان پلازمینه کابل، کنړ، هلمند، پکتیا، ننګرهار، کندهار او خوست هغه د پښتون میشت ولایتونه دي چې دعدالت، سولې او په ځانګړې توګه په کوزه پښتونخوا کې د منظورپشتین له روانو سوله ییزو حرکتونو څخه یې په ملاتړ کیږدۍ لګولي.

خو د دې پرلتونو په ملاتړ دافغانستان په هرات، بامیان، بدخشان، مزار ولایتونو کې ولسونو دپيوستون غږ پورته کړی او په افغانستان اوسیمه کې د سولې، امنیت او دعدالت دټینګښت غوښته کړې.

دافغانستان پرلت کوونکي وايي لومړی خواست یې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې کول دي او دویم هدف یې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د منظور پښتین ترمشرۍ لاندې دپښتون ژرغورنې له روانو مدني مبارزو ملاتړدی.

خوست هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې نن په کې دکوزې پښتونخوا د پښتنو غوښتنې مبارزې لپاره په کې پرلت پیل شو او نن یې خیمه ولګوله.

له پاکستان سره پرپوله پروت دافغانستان خوست ولایت د پرلت تنظیمونکی محمدالرحیم سکندر وایس اف امریکا ډیوې ته ویلي، په افغانستان د پرلتونود لړی پیل له کرښې هغې غاړې دمنظور پښتین دعدالت او انصاف له روانې مبارزې څخه یې سرچینه اخیستې اونن دغه انګیزه خوست ولایت ته ورسیده.

نوموړي وړاندې وویل، "مونږ پرهیچا پورې تړلي نه یو، یوازې عدالت او انصاف له خپلو حاکمانوڅخه غواړو او دا د لراوبرپښتنو لپاره د پرلتونو پیلول یو ډاډ ګیرنه ده اوپه کوزه پښتونخوا کې چې نن په زګونه کسان راټولیږي، سره له دې چې دخوست خلک له وزیرستان له خلکو سره نږدې دوستی لري،نومونږ ته به یې مخ را اوړي ،ځوانان سره را غونډ شول اودکوزې پښتونخواپه ګډون مودهلمند ،کنړ،کابل او د ټولو پرلتونو څخه دملاتړ لپاره مو دخیمې دلګونو چارې پیل کړې."

کنړ کې هم دپښتون ژغورنې په ملاتړ دمنظور پښتین دسولې ،امن او عدالت ته دلاس رسي لپاره پرلت دوام لري اوپرلت کوونکو یې ویلي پښتون نه جداکیدونکی قوم دی او دهغوی له برحقې مبارزې به حمایت کوي.

په کنړ ولایت کې د روان پرلت غړی مطیع الله شهاب وایس اف امریکا ډیوې سره په خبرو کې ویلي په کوزره پښتونخوا کې چې دپښتنود حق غوښتنې کومه چیغه پورته شوې دکنړ ولسونه دې پایلې ته رسیدلي چې دهغوی مبارزه سپیڅلې ده او دوی یې ترشا ولاړ دي.

شهاب زیاته کړه، "د کنړ ولسونه په تیرو څلورو ورځو کې دې نتیجې ته رسیدلي دی چې لرپښتانه چې د پښتون ژغورنې لپاره را پاڅیدلي دوی برحقه دي، کومې مطالبې چې د پاکستان له حکومته یې لري دا د هغوی حق دی ، مونږ پښتانه سره یو ولس یو، غم او درد مو شریک دی ترهغې چې هغوی خپلو مبارزو ته دوام ورکوي، مونږ ورسره ولاړ یو، په ټینګه به یې ملاتړ کو ځکه مونږ نه بیلیدونکي قوم یو او کنړیان هر ډول قربانیو ته اماده دي."

همداراز دقبایلو سرتاسري شورا مشر زرجان شینواري وايي ،

دافغانستان پرلت کوونکي په داسې حال کې دپښتون ژغورنې په هدف دمنظور پښتین له روانو مبارزوملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې څخه دهغوی دمطالبو دمنلو په اړه دهمکاری غوښتنه کوي چې نن د اپریل په اتمه په کوزه پښتون کې د منظور پښتون ترمشری لاندې دپښتونو ستره جلسه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG