لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ملي پوځ ومنله چې عسکر یې له لیرې پرتو سیمو څخه پرشا کیږي


په افغانستان کې د حکومت د پوځیانو شمیر، درې لکه او شپیتو زرو ته رسیږي
په افغانستان کې د حکومت د پوځیانو شمیر، درې لکه او شپیتو زرو ته رسیږي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د ملي حاکمیت او د ځمکني بشپړتیا د خوندیتوب لپاره، نوې امنیتي ستراتیژي د پلي کیدو په حال کې ده.

د دفاع وزارت چارواکو ویلي د همدې تازه ستراتیجۍ له مخې، د افغانستان له کم نفوسه او لیرې پرتو سیمو څخه د ملي پوځ سرتیري راغونډوي او هغو ستراتیژیکو او مهمو سیمو ته یې لیږي چې د افغانستان د امنیت په لاټینګښت کې مثبت اغیز ولري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش، د امریکا غږ ډیوه سره په مرکه کې وویل چې د نوې سټراټیجۍ له مخې چې د پلي کیدو په حال کې ده، یاده منصوبه د ملي پوځ د ځواک د راغونډیدو لپاره جوړه شوې ده.

رادمنش زیاته کړله: « هرو هغو لیرو سیمو کې چې یوه پوسته مهمه نه ده، موږ دغه پوستې وباسو او په یو ځای کې چې د سټراټیجیک اړخه موږ ته مهم دی، هلته یې ځای پر ځای کوو. او خوشبختانه چې امریکا هم زموږ له دغې سټراټیجۍ نه حمایت اعلان کړی دی.»

د ملي دفاع ویاند دا هم وویل چې له هغو سیمو چې د ملي پوځ عسکر ترې راایستل کیږي، پر ځای یې ځایي ځواکونو ته دنده سپارل کیږي چې د هغو سیمو امنیت ټینگ کړي. دغه ځایي ځواکونه چې سیمه ییز اردو بلل کیږي، شمیر یې ٣٦ زرو عسکرو ته رسیږي.

جنرال رادمنش زیاته کړله چې ملي پوځ به په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې، د ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو، او سیمه ییز اردو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل یو تازه رپوټ کې، یو امریکایي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي ذکر شوي، لیکلي چې د صدر ټرمپ ادارې د افغانستان له حکومت څخه د لیرې پرتو او کم نفوسو سیمو نه د سرتیرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې دا اقدام د افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د نوې اعلانې شوې سټراټیجۍ برخه گڼلې او ویلي یې دي چې په دې سره به د لویو ښارونو د امنیت د لاخوندیتوب ته د افغان ځواکونو پاملرنه زیاته شي او همدا راز به د هغو سیمو امنیت خوندي شي چې تر دې دمه د وسله والو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

نیویارک ټایمز د ځایي چارواکو له قوله دا هم لیکي چې له لیرې پرتو سیمو نه د افغان ځواکونو د ایستلو پریکړه په افغان حکومت پورې اړه لري.

په امريکا کې د افغانستان سفير حمد الله محب، دوه ورځې مخکې د دغې خبرې سره مخالفت وښود چې ګنې افغان او امريکايي عسکر د هیواد لیرې پرتې سيمې طالبانو ته پرېږدي. نوموړي په يو ایمیل کې ويلي و چې د دغې نوې تګلارې مقصد، دغو سيمو نه راوتل نه دي، بلکه لومړی د ښارونو او بيا وروسته د کليوالو سيمو امنيت ته پاملرنه ده.

دا مهال افغانستان درې لکه شپیته زره سرتیري لري او شاوخوا ١٥٠٠٠ د ناټو ځواکونو پوځیان، د ملي اردو د روزنې، مشورې ورکولو، او د هغوی د ملاتړ رول مخ ته وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG