د افغانستان په بیلابېلو ولایتونو کې په شعیه لږکیو باندې د ګڼو بریدونو راوروسته، افغان حکومت په کابل کې په سلګونه شعیه ګان د داعش د ګواښونو په وړاندې د خپلو مذهبي ځایونو د امنیت لپاره وه ګمارل.
د شعیه ګانو د مشرانو او عالمانو د غوښتنې او د ملي امنیت د شورا له پریکړې سره سم په کابل کې د سیمې خلکو ته د خپلو جوماتونو د امنیت ساتلو چارې وسپارل شوې.
دغه خبره د کابل د پولیسو مرستیال محمد صادق مرادي امریکا غږ ته وکړه.
ددغه ولسي ځواک میاشتنۍ تنخوا
د امنیت ساتلو لپاره د ۵۰۵ تنو ولسي وګړو څخه جوړ شوی دغه ځواک ته وسلې او د میاشتې سل ډالره تنخوا ورکول کیږي چې د سلو جوماتونو امنیتي چارې به سمبالوي.
د کابل د ولایتي شورا یو غړی عبدالاحمد یزدان زیاته کړه چې پدغو جوماتونو کې د سوني مسلمانانو جوماتونه هم شامل دي.
د ولسي وګړو دغه ځواک به د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت تر سیورې لاندې کار کوي.
په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال راهیسې چې داعش پکې خپل سر پورته کړی د ګڼو بریدونو پړه داعش په غاړه اخیستې چې زیاتره یې د شعیه مسلمانو پرضد وه.
د تېرې جمعې په ورځ داعش په کابل کې د شعیه ګانو په جومات باندې د هغه برید پړه هم په غاړه واخیسته چې پنځه کسان پکې وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي وه.
برید هغه مهال رامنځته شو چې عبادت کونکي د عاشورا په مراسمو کې سره راټول شوي وه.
نور خونړي بریدونه
په اګست کې داعش په شمالي ولایت سرپل کې د هغه برید پړه په غاړه اخیستې وه چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات شعیه ګان وژل شوي وه.
د اګسټ په لومړیو کې یوه ترهګره ډله په هرات کې د شعیه ګانو یوه جومات ته ننوتې او په لسګونو لمونځ کونکي یې وژلي وه.
په قربانیانو کې د فاطمه قادریان پلار هم شامل وه. فاطمه قادریان هغه ځوانه افغانه انجلۍ وه چې د روباټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره واشنګټن ډي سي ته راغلې وه.
د افغان جونو دغې ډلې ته لومړی د امریکا ویزې نه وې ورکړل شوې خو بیا وروسته ولسمشر ټرمپ په خپله پدې بهیر کې مداخله وکړه او هغوی ته یې د ویزو ورکولو امر ورکړ.
افغان حکومت وايي په شعیه مرکزونو باندې د ترهګرو لخوا شوي بریدونه ددې لپاره شویدي چې په افغانستان کې د مذهبي مخالفتونو اور بل کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د شعیه ګانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې افغانان مذهبي میانه روۍ باندې باور لري او د هر ډول افراطیت یا توند لارې توب څخه نفرت لري چې له امله یې د مسلمانانو ترمنځ جلا والی او دښمني رامنځته کیږي.