لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځان مرگي بريد کې څلور پوليس وژل شوي


د چارواکو په وينا دغه چاؤدنه نن سحر د نرخ ولسوالۍ د امنيتي مشر د دفتر سره نزدې شوې ده
د چارواکو په وينا دغه چاؤدنه نن سحر د نرخ ولسوالۍ د امنيتي مشر د دفتر سره نزدې شوې ده

د افغانستان په وردک صوبه کې ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې څلور پوليس عسکر مړه ، اوگڼ شمېر نور کسان ژوبل شوي دي

کابل ـ د افغانستان په وردک صوبه کې ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې څلور پوليس عسکر مړه ، اوگڼ نور کسان ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه ځان مرگي بريد کوؤنکي په چاؤدنه کې د باردو ډک گاډی کارولی دی . او پېښه د وردک صوبې په نرخ ولسوالۍ کې نن سحر رامنځته شوې ده .
د وردک صوبې د والي ويان عطا الله په وينا ، دغه موټري بمي چاؤدنه نن سحر د ولسوالۍ د امنيتې مشر د دفتر سره نزدې شوې ده .
نوموړي پېښه کې د څلورو پوليس عکسرو د وژنې او ۱۷ نورو کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .
د عطاالله ترمخه ژوبل کسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي . چې پکې ځينې په مرگوني حالت کې دي . هغه وئيلې د چاؤدنې له امله نزدې ودانو ته هم زيان اوختی دی .
طالبانو د دغه چاؤدنې پړه په سر اخيستې ده .
په داسې حال کې چې د راتلونکې کال څخه د نېټو ځواکونه د افغانستان نه وتل پېل کوي . په افغانستان کې د بدامنۍ لړۍ چټک شوې ده ، او هره ورځ ميډيا د افغانستان په بيلا بيلو برخو کې د بمي چاؤدنو او بدامنۍ د پېښو راپورونه خپروي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG