لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د طالبانو په حملو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي


په افغانستان کې د تشدد ورستۍ پېښې په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی هیئت چې د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام آباد ته تللی دی، د نهې/سې شنبې په ورځ یې د پاکستان د خارجه چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل
په افغانستان کې د تشدد ورستۍ پېښې په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی هیئت چې د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام آباد ته تللی دی، د نهې/سې شنبې په ورځ یې د پاکستان د خارجه چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل

په افغانستان کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو په ضد حملې کړي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

په افغانستان کې د تشدد ورستۍ پېښې په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی هیئت چې د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام آباد ته تللی دی، د نهې/سې شنبې په ورځ یې د پاکستان د خارجه چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. له کتني وروسته، قریشي خبریالانو ته وویل چې له طالب استازو سره یې دا کتنه دوه ګېنټې (ساعته) وه او زیاته یې کړه چې طالب مشران دا باور لري چې پاکستان، افغانستان کې د سولې راتلو دپاره مثبت کردار ادا کړی دی

د افغان مامورینو ترمخه په بلخ ولایت کې ځانمرګي حمله کوونکي د افغان پوځ په کمانډو پوسټ حمله وکړه. د پوځ سیمه ییز چارواکي جنرل هېبت الله علیزي وي او ای ته وویل په چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شو او تر ۴۰ پورې نور کسان زخمیان شول. هغه وویل په وژل شویو کسانو کې یو د پوځ افسر هم شامل دی.
په تشدد نظر ساتونکي ځايي سرچیني چې د افغان پيس واچ سره تړون لري د ۱۱ کسانو د او د ۶۰ کسانو د زخمي کېدو رپورټ ورکړی دی.

د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې وویل په چاودنه کې پوځی پوسټ په مکمله توګه تباه شوی دی. هغه د ۶۰ کمانډو عسکرو د وژل کېدو دعوه وکړه چې په ازاده توګه یې تصدیق نه دی شوی. افغان مامورین وايي طالبان زیاتره حکومت ته د درنو تلفاتو اړوولو دعوې کوي چې زیاتره یې تصدیق نه کېږي.

بلخوا افغان چارواکو وي او ای ته وویل د غور ولایت په ب شاهرک ولسوالۍ کې طالبانو د پولیس په پوسټ حمله وکړه چې پکې اته امنیتي ووژل شو او شپږ نور زخمیان شول. د ولسوالۍ مشر محمد سخي صبوریار وویل حمله کوونکو په پوسټ قبضه وکړه او امنیتي ځواکونو وروسته په شا وتنبول.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ طالبانو د غزي ولایت په مرکز حمله وکړه ېچ د افغان چارواکو په وېنا پکې درې امنیتي عسکر ووژل شوو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په بلخ او غزني کې د طالبانو ځانمرګي حملې په داسې حال کې شوي دي چې د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې په نتیجه کې کېدونکي بین الافغان مذاکرات د ځنډ ښکار شوي دي.
رپورټ وايي د معاهدې وروسته طالبانو په امریکايي ځواکونو حملې ودرولي دي او په نتیجه کې امریکايي عسکرو د طالبانو په ضد بمبارۍ ختمې کړي دي.

د امریکا او طالبانو د لوظنامې دلاندې به ټول امریکايي عسکر د کال ۲۰۲۱ پورې د افغانستان څخه وځي او طالبان به ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د امریکې د اتحادیانو خلاف حملو دپاره نه استعمالېږي.

ذبیح الله مجاهد د وي او ای انګریزۍ څانګې ته وویل طالبانو هیڅ چاته دا ضمانت نه دی ورکړی چې په افغان امنیتي ځواکونو به حملې نکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG