لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوځي روغتون باندې د داعشیانو برید کې لوی طالب کمانډر وژل شوی - رپوټونه


د دولت اسلامیه (داعش) ډلې په کابل کې تر ټولو لوی پوځي هسپتال – د سردار داوود خان پوځي روغتون – باندې د پروني برید ذمه واري منلې ده. دا خبره د اعماق خبري ادارې چې داعش پورې اړه لري، په خپل ټلېګرام چېنل کې کړې ده.

د رائټرز خبري ادارې د خبر تر مخه، چاوراکو ویلي چې د نهې/سې شنبې په برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او د پنځوسو (۵۰) زیات نور ټپیان دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وژل شویو کسانو شمېر کم ښودلی دی.

افغانستان کې ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په کابل کې په پوځي روغتون باندې پروني برید کې، د طالبانو یو جګپوړي کمانډر مولوي حمدالله مخلص هم وژل شوی دی.

ځایي خبرې ادارې -آماج نیوز - خبر ورکړی چې د طالبانو ذرائعو دوی ته د مولوي حمدالله مخلص د وژل کېدو خبر تایید کړی دی، مګر تر اوسه په دې اړه د کوم طالب ویاند بیان په رسنیو مخې ته ندی راغلی.

یوې بلې ځایي خبرې ادارې، خامه پرس هم ویلي چې طالب چارواکو په پروني برید کې د مولوي حمدالله د وژل کېدو تصدیق کړی دی.

پاکستاني خبریال طاهر خان وایي، د ده د معلوماتو له مخې، مولوي مخلص پخپله د داعشیانو مقابله کوله چې ووژل شو. طاهر خان په خپل ټویټر لیکلي: "د طالبانو یو مشر راته وویل، طالب محافظینو چې د داعش بریدګرو سره جنګ کاوه، هغه [مولوي حمدالله مخلص] ته یې مشوره ورکړه چې له سیمې لېرې شي، خو هغه ونه منله او غوره یې وګڼله چې پخپله جنګ وکړي. هغه په هغو درېیو طالبانو کې شامل و چې د داعش په برید کې ووژل شو."​


حمدالله مخلص یو له هغو طالب جنګیالیو ځیني و چې د اګسټ په ۱۵مه اول ځل د افغانستان صدارتي اېوان (ارګ) ته ننوتی او تصویرونه یې په الجزیره ټي وي هم خپاره شول. ویل کیږي چې هغه وروسته د طالبانو په حکومت کې د مرکزي قول اردو/مرکزي پوځي کورپ مشر ټاکل شوی و. که چېرته د هغه د وژل کېدو خبره رښتیا وي، نو دا به واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس، د دوی تر ټولو جګپوړی چارواکی وي چې په یوه حمله کې وژل کیږي.

د پرونۍ پېښې شاهدان وایي، اول د سردار داوود خان پوځي هسپتال مخې ته دوه چاودنې وشوې او ورپسې بریدکوونکي په روغتون ورننوتل او د طالبانو سره په جنګ شول. د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دا داعشي ځانمرګي و، او طالبانو یې برید شنډ کړی او بریدګر یې وژلي دي.

بل اړخ ته پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د دې حملې په حواله پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: "په هغه ځای کې چې اوس هم د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د کرغېړنو جنایتونو نه د استشهادي حملو په نوم رسمي دستورو کې ستاینه کیږي، هلته به د داسې جنایاتو مخه څنګه ونیول شي؟"

سیاف په دې لیکنه کې هغې دستورې ته اشاره کړې چې څو هفتې مخکې په کابل کې د طالبانو د داخله وزیر ملا سراج الدین حقاني له اړخه جوړه شوې وه او هغه کې د طالبانو ځانمرګي بریدګر د استشهادیانو په نوم ونازول شول او وارثینو سره یې مرسته وشوه. سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر دی چې ډله یې پخوا په زیاتو ځانمرګو بریدونو کې شامله پاته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، دا برید د "داعشي فتنه ګرو" بللی او ویلي یې دي چې بریدکوونکي وړاندې تر دې چې هدف ته ورسیږي، د طالب جنګیالیو لخوا په نښه او ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده چې د روغتون/هسپتال دننه څوک ندي ژوبل شوي، خو د روغتونه بهر، ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوی دی. همدا راز د طالبانو ویاند ویلي چې په برید د دوی درې طالبان هم وژل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند هم په واټساپ پیغام کې د یو شمېر جسدونو تصویرونه خپاره کړي چې په وینو لړلي دي او د طالبانو په وینا، دا هغه داعشي وګړي و چې په روغتون یې برید کړی و.

په عین حال کې عیني شاهدینو وي او ای ته ویلي په جلال اباد ښار کې دوه کسان د نهې، سه شنبې، په ورځ تېزندي کړی شوي او دوه وروڼه په جدا پېښه کې وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه طالب چارواکي د مرګونو، خلکو د اعدام کېدلو او د هدفي وژنو د هغه لړۍ په اړه خبرې نه کوي چې په جلال اباد او په کونړ کې دا مهال دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG