د افغان طالبانو یو ویاند، ذبیح الله مجاهد، چي کلونه کلونه یې د طالبانو په استازیتوب خبرونه ورکول او له خبریالانو او رسنیو سره په رابطه کې و، د نهې/سې شنبې په ورځ د لومړي ځل دپاره د رسنیو مخ ته راښکاره شو او خلکو یې څهره ولیدله.
ذبیح الله مجاهد اول پخپل ټویټر دا پیغام خپور کړ چې هغه به د کابل په وخت د مازدیګر په شپږنیمو بجو د حکومتي رسنیو په مرکز کې خپل ړومبي مطبوعاتي کنفرانس کې حاضر شي، خو د ټاکلي وخت نه یوه دوه ګېنټې وروسته د مطبوعاتو په مخ کې راښکاره شو او ویې ویل چې د ځنډېدو دلیل یې دا و چې په یو لېري ولایت کې اوسېده او له لېرې لارې کابل ته رسېدلی دی. هغه څرګنده نکړه چې له کومه ولایته کابل ته راغلی، او نه یې دا وویل چې دا څو کاله چېرته پټ و او له کومه ځایه یې مطبوعاتو سره رابطې نیولې.
د هغه له راتګ مخکې، خبریالان ټول په دې انتظار و چې هغه کس ژر وویني کوم چې دا څو کاله یې له دوی سره په ټلیفون مرکې کولې خو څهره یې نه ښکارېده. آزاد خبریال او سیاسي څېړونکي بلال سروري په ټویټر ولیکل:
"د نړۍ یو تر ټولو زیات فراري ترجمان ذبیح الله مجاهد، نړۍ ته خپله څهره ښکاره کوي."
د ذبيح الله مجاهد څهره او قواره:
کله چې انتظار ختم شو، نو یو کس چې ګڼه توره ږیره یې درلوده، سپینې جامې او تور واسکټ یې اچولی، تور پټکی په سر او څادر په اوږه، د حکومت د رسنیو مرکز کې له دوو تنو نورو طالبانو سره راڅرګند شو او ځان یې ذبیح الله مجاهد معرفي کړ. د هغه څهره کې د خندا یا موسکا څه اثر نه معلومېده، او په عمر داسې ښکارېده چې د څلوېښتو کلونو په شاوخوا کې به یې عمر وي.
هغه چې کله د حکومتي مرکز د کنفرانسونو هال ته ننوت، نو په هغې څوکۍ کېناست چې تېر کلونه به د افغانستان د جمهوریت ویندویان او چارواکي کېناستل. د هغې په ډله کې د افغانستان د حکومتي رسنیو مشر، دوا خان مینه پال هم و چې د همدې میاشتې په اوله هفته، طالبانو هغه په یوې هدفي حملې کې وواژه او د قتل ذمه واري یې هم په غاړه واخیسته.
ذبیح الله مجاهد روان او ډاډه غږېده، او په سر کې چې یې وینا وکړه، نو په څو مختلفو موضوعاتو وغږېد چې ښکارېدله د هغو موضوعاتو سرټکي یې ځان سره په کاغذ باندې یادداشت کړي و. کله چې یې وینا ختمېدله، نو خبریالانو کوشش کاوه چې د هغه نه پوښتنې وکړي، او ذبیح الله مجاهد ورته وویل چې په آینده کې به نور مطبوعاتي کنفرانسونه هم ولري او نن به هم پوښتنو ته جوابونه ووایي.
هغه یوازې په پښتو او دري (پاړسي) خبرې کولې، او چې کله یوې خبریالې په انګریزي ژبه ترې پوښتنه وکړه او د خبریالانو له منځه بل چا کوشش وکړ چې هغه ورته وژباړي، نو ذبیح الله مجاهد هغه ته وویل چې "مونږ خپله ژباړن لرو"، او دې سره یې څنګ ته ناست یو ځوان طالب پوښتنه ورته په پښتو وژباړله او بیا یې د مجاهد ځواب هم بېرته په انګریزي وژباړه.
که څه هم د طالبانو ویاند په خبرو کې روان و، خو ځیني داسې ټکي یې پخپلو ویناوو کې استعمال کړل چې پوهېدل کېده هغه شاید وخت پاکستان کې تېر کړی وي، لکه د تسلیمېدلو ټکی چې په افغانستان کې چا ته د ځان سپارلو په معنا کارول کیږي، خو په پاکستان کې بیا د یو چا یا یو ملک د رسمي پېژندلو په معنا کارول کیږي. هغه وویل چې نړۍ باید د افغانانو درانه ارزښتونه تسلیم کړي.
د دې سره سره، کابل کې به چې مخکې کلونو کې خبریالانو د ذبیح الله مجاهد سره د رابطې نیولو کوشش کاوه، نو د ټلیفون شمېره یې د افغانستان په کوډ شروع کېده.
د خونړیو بریدونو ذمه وار ویاند
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې د نهې/سې شنبې په ورځ خپل اولني مطبوعاتي کنفرانس کې راڅرګند شو، نو په ټول افغانستان کې یې د جنګ د ختمېدو خبره وکړه او ویې ویل چې هېواد ته بېرته امن راغلی او پس له دې به د یو ښه نظام د جوړېدو خبرې کیږي. مګر مخکې تر دې، ذبیح الله مجاهد تر ډېره د طالبانو د جنګي عملیاتو د برخې ویاند پاته و او د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو ذمه واري یې په غاړه اخېستې ده. د مثال په توګه د همدې اګسټ میاشتې په څلورمه نېټه چې په کابل ښار کې د دفاع وزیر بسم الله محمدي په کور ډله ییزه خودکشه حمله وشوه، نو ذمه واري یې د طالبانو همدې ویاند، ذبیح الله مجاهد په غاړه واخیسته. په هغه برید کې که څه هم دفاع وزیر ته څه زیان ونرسېد، خو لږ تر لږه اته کسان ووژل شول چې په هغو کې لس کلن ماشوم هم شامل و. په برید کې دوه ویشت نور زخمیان شول او عام کسان هم پکې و. ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې، هغه برید، یوه انتقامي حمله وبلله:
ذبیح الله مجاهد د روانې اګست میاشتې په شپږمه نېټه د حکومت د رسنیو مرکز د مشر او پخواني خبریال، دواخان مینه پال د وژلو پړه هم په غاړه واخیسته:
خو په ځینو نورو بریدونو کې، خصوصاْ چې په عامو خلکو او شیعه اقلیتونو ترسره کېدل، مجاهد به د دې بریدونو مذمت کاوه او یا به یې یوازې ویل چې طالبان په هغو بریدونو کې لاس نه لري. د مثال په توګه، سږکال چې د مئې میاشتې په اتمه نېټه د کابل په شیعه/هزاره مېشته سیمه دشت برچي کې د بمونو ستره حمله وشوه او شاوخوا پنځه اتیا عام خلک پکې مړه شول، ذبیح الله مجاهد هغه برید وغنده او هغه یې د داعش او حکومتي ادارو کار وباله:
ذبیح الله مجاهد دا اعلان هم وکړ چې د دوی"امارت اسلامي" ټول کسان چې د دوی په خلاف جنګ کې برخه اخیستې وه، معاف کوي. خو د افغانستان د یو شخصي ټلویژن، آریانا نیوز، یو خبریال له هغه وپوښتل چې: "تاسو خو معافي کوئ، مګر دا فکر مو کړئ چې د افغانستان خلک، چې ستاسو په حملو کې یې رشته داران وژل شوي دي، هغوی هم تاسو ته معافي کوي او که نه؟"
نو ذبیح الله مجاهد ورته په ځواب کې وویل چې طالبانو هېڅ کله په قصدي ډول عام خلک ندي په نښه کړي، بلکې په هغو کسانو به یې حملې کولې چې ورسره په جنګ کې و، او که په دې حملو کې عامو کسانو ته څه زیان رسېدلی، نو هغه د جګړې عارضي اثرات دي، دوی ورباندې خفه دي، او له خلکو یې هیله ده چې هېر یې کړي. مګر په دې کې یې د معافېدو یا بخښنې څه ونه ویل.