لاس رسیدونکی لینک

 
دوه زره افغانان به له کابل نه یوګانډا ته ولېږدول شي
تازه خبر

دوه زره افغانان به له کابل نه یوګانډا ته ولېږدول شي


د کابل ائیرپورټ نه د امریکاییانو او افغانانو انتقال جاري دی
د کابل ائیرپورټ نه د امریکاییانو او افغانانو انتقال جاري دی

یوګانډا دې ته راضي شوې ده چې د امریکا په غوښتنه، په موقت ډول دوه زره (۲۰۰۰) افغان پناه غوښتونکي ومني. یوګانډا د افریقې وچې په منځ کې یو هېواد دی.

د یوګانډا د امداد او مهاجرو چارو وزیره، اېستر انیاکن وایي چې د هغه ملک صدر، یووري موسیویني هغې ته ویلي چې د افغانستان نه راتلونکو شل زره مهاجرو دپاره دې آمادګۍ ونیسي. هغې دا هم زیاته کړې چې یوګانډا دا هرڅه د امریکا حکومت په درخواست کوي.

د امداد رسولو او مهاجرو په چارو کې د یوګانډا وزیرې پخپلو خبرو کې وویل: "هغو مونږ نه غوښتي چې دوه زره مهاجرو ته ځای ورکړو. مونږ تمه لرو چې دا کسان، په څو جوپو کې پنځه پنځه سوه تنان راوړلی شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په اېنتېبې کې اېمپریال هوټلونه دغو مهاجرو ته د ټرانزیټ مرکز په توګه ځانګړي کړي چې اول هلته راوستلی شي."

بل اړخ ته د یوګانډا هېواد دپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي جوېل بوټرو هم د دې خبرې تصدیق کړی چې افغان مهاجر به هلته کې انتقالیږي.

جوېل بوټرو پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ د دې پرېکړې او د یوګانډا حکومت د دې سخاوت هرکلی کوو. او هغه څه چې مونږ لګیا یو کوو يې، هغه دا دي چې مونږ د یوګانډا وزیراعظم د دفتر سره په مشترک کار کې دې ته آمادګي نیسو چې هغه مهاجر له ائیرپورټ نه راواخلو او یو محل ته یې انتقال کړو. او هلته به بیا ټول دا د سکریننګ او ټیسټینګ کارونه کیږي. بیا به ګورو چې نور حکومتونه، په خاص ډول د امریکا حکومت، دوی چېرته اوسېدل غواړي، بیا به د هغه مطابق خپل بل ګام سنجوو."

پس له هغه چې طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل ونیو، زرګونه تنه افغانان غواړي له افغانستان نه بهر وتښتي. صدر اشرف غني هم د افغانستان نه بهر وتلی او په یو پیغام کې یې ویلي چې دا کار یې په کابل کې د ورانۍ او د خلکو د وژل کېدو د مخنیوي په هدف کړی دی. تر اوسه یې د ځای په اړه څه پته نشته.

طالبانو اعلان وکړ چې نور په افغانستان کې جنګ ختم دی، خو بیا هم زرګونه کسان د طالبانو د وېرې کوشش کوي وطن پرېږدي او بهر ته ولاړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG