افغان چارواکي وائي چې دافغانستان جنوبي ښار قندهار کې ديوې هوائي اډې سره نزدې دنهې په شپه دوسله والو طالبانو بريد کې ٢٤ کسان وژل شوي دي.
افغان مامورين وايي طالبانو د هوائي اډې په مرکزي دوازه په نخښه کړه. قندهار د هوائي اډې دوه برخې دي چې يوه پکې عسکري او بله د ملکی استعمال دپاره کارول کيږي.
يو سيمه ييز کورکمانډر جنرل داؤد شاه وفادار وئيلي دي چې دنهې په شپه چې کله هغه کور ته روان ؤ نو په دغه مهال بريد وشو، جنرل داؤد دې بريد کې محفوظ پاتې شوى خو دهغه يو ساتونکى وژل شوى اؤ يو ژوبل شوى دى.
جنرل داؤد وويل چې دبريدکوونکو محاصره روانه ده اؤ امنيتي ځواکونو ٩ حمله کوونکي وژلي اؤ پينځه نور اوس هم دودانۍ دننه پټ دي، هغه وويل بريد کې ٢٤ کسان وژل شوي اؤ ١١ نور ژوبل شوي چې پکې ماشومان اؤ ښځې هم شامل دي.
هغه وويل چې دغه بريد کې ١٤ حمله کوونکي، يو افغان پوځي اؤ ٩ اولسي وگړي وژل شوي دي.
نښته کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ٩ اولسي وگړي اؤ دوه افغان پوځيان هم ژوبل شوي دي.
وفادار دغه بريد دانټلس جنس ناکامي بللې ده اؤ وئيلي يې دي چې ددې خبرې به پلټنې کولى شي چې حمله کوونکي په غيرپوځي جامو کې څنگه هوائي اډې ته ننوتل.
په کابل کې دنيټو دفتر وئيلي دي چې دقندهار په ائيرپورټ کې ميشته ٢٠٠٠ بهرني پوځيان محفوظ دي.
داطلاعاتو ترمخه دافغان پوځ په دريشيو کې لږ ترلږه ١٠ؤ طالب ځانمرگيانو دنهې په شپه دقندهار په هوائي اډه حمله کړې چې ورسره نزدې دنيټو پوځونو عسکر هم ځايې پځايې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې دهغوي جنگيالي پوځي اډې ته ورننوتلي اؤ په ملکي اؤ غيرملکي پوځيانو يې بريد کړى دى.
دطالبانو وياند دا دعوه هم کړې ده چې دغه بريد کې ١٥٠ پوځيان وژل شوي خو عموماً طالبان بريدونو کې دمړو اؤ ژوبل شوؤ کسانو شميره زياته ښائي.
دنيټو يو وياند وئيلي دي چې دبين المللي عسکرو وژل کيدو يا ژوبل کيدو اطلاع نشته خو دې لړ کې يې نور تفصيل نۀ دى ښودلى.
دافغان پوځ چارواکي وائي چې ياغيانو هاغه اړخ ته بريد کړى چرته چې داوسيدو ودانۍ موقعيت لري.
دقندهار په هوائي اډه حمله په داسې حال کې شوې ده چې دافغانستان صدر اشرف غني دپاکستان په سفر اسلام اباد ته رسيدلى، افغان صدر دشورو په سحر اسلام اباد ته رسيدلى.
بل اړخ ته افغان چارواکو دنهې په ورځ وئيلي دي چې لويديز ښار هرات کې دطالبانو دډلو ترمينځ جگړه کې په لسگونو کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل شوي دي، دغه سيمه دطالبانو داوړيدلو ډلو مرکز دى.
دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف قندهار کې دحملې اؤ دې کې داوښتې مرگ ژوبلې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
يو بيان کې وزيراعظم نازشريف دترهه گرۍ په ضد دفعاله افغان حکومت دهڅو ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي چې افغانستان کې امن دټولې سيمې امن لپاره زيات اهم دى.
وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې ترهه گري دپاکستان اؤ افغانستان گډ دښمن دى، هغه سيمې اؤ نړۍ څخه دترهه گرۍ دلعنت دله مينځه وړلو لپاره دگډو هڅو په ضرورت زور راوړى دى.
قندهار طالبانو د حملې په اړه د وي او ای ډیوه خبریالې منزه شهید افغانستان د کورنیو چارو وزارت ترجمان دولت وزیري سره مرکه کړې دلته اوریدلی شيط