لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي ته د طالبانو خبرداری: که افغانستان کې پاته شوئ په ضد مو "جهاد" کوو


طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ترکي په افغانستان کې خپل د شتون موده وغځوي، نو دوی به ترکي عسکرو ته د "اشغالگرو" په سترګه وګوري او په ضد به یې "جهاد" وکړي.

طالبانو په داسې حال کې ترکي ته دا دړکه ورکړې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او منتقدین وایي چې تشدد کې اضافه دا څرګندوي چې طالبان غواړي په زور سره افغانستان قبضه کړي او د سولې په اړه خپلې ژمنې ترپښو لاندې کوي. منتقدین زیاتوي چې دا حالات، افغانستان کې د یوې سترې خانه جنګۍ تصور مخې ته راوړي.

امریکا له ترکي نه غوښتي چې له افغانستانه آینده میاشت کې د ټولو امریکایي او نېټو قواوو د وتلو نه پس، د کابل نړېوال هوایي ډګر (ایئرپورټ) دې خوندي وساتي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ وویل، د واشنګټن سره یې په دې اتفاق شوی چې د کابل ائیرپورټ تحفظ او تنظیم په کومه اندازه وشي، مګر اردوان په دې اړه نور جزییات ورنه کړل. طالبانو د ترکي او امریکا دا معامله "د مذمت وړ" بللې او د ترکي نه یې غوښتي چې پر خپلې فیصلې دې نظرثاني وکړي.

طالبانو پخپل یو تازه بیان کې ویلي: "زمونږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاته کېدل هغه که د هر هېود او تر هر نامه لاندې چې وي، اشغال دی".

طالبانو د خپل بیان په یوه بله برخه کې ویلي: "د اشغال دوام به د ترکيې د چارواکو په اړه زمونږ په هېواد کې کرکه او د دښمني احساس راوپاروي او دوه جانبه اړیکو ته به زیان ورسوي."

کابل ائیرپورټ چې د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر په نوم یادیږي، په کابل کې د سفارتکاري نمایندګیو او خارجي تنظیمونو د فعالیت جاري ساتلو دپاره ډېر ضروري ګڼل کیږي. په کابل کې دننه هم حالات د ډاډ وړ ندي او د نهې/سې شنبې په ورځ یوې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان هلته ووژل. د افغانستان په نورو برخو کې هم د تشدد کچه په بېساري توګه لوړه شوې ده.

د ګل/دوشنبې ورځې په ماښام چې د ترکي کابینې غونډه وشوه، د هغې غونډې نه وروسته د ترکي دفاع وزیر حلوسي آکار خبریالانو ته وویل چې ترکي د کابل ائیرپورټ د ساتنې په برخه کې له امریکاییانو سره په ځینو ټکو باندې اتفاق کړی دی. هغه زیاته کړه چې خبرې لا روانې دي چې پوره اتفاق ترلاسه شي.

آکار خبریالانو ته وویل: «که چېرته [د کابل] ائیرپورټ کار ونه کړي، نو بیا به هېوادونه مجبور وي چې له هغه ځایه خپلې سفارتي نمایندګۍ راوباسي.»

طمعه ده چې سلګونه امریکایي عسکر په کابل کې پاته شي او هلته د امریکا د سفارت ودانۍ محفوظه وساتي.

په دې وروستیو کې طالبانو ګڼ شمېر ولسوالۍ په افغانستان کې لاندې کړي چې اکثرو کې یې د طالبانو په وړاندې جګړه او مقاومت ندی شوی. په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د سرښارونو شاوخوا سیمې نیولې او سرښارونه یې کلابند کړي دي.

په واشنګټن کې، د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان ویاند جان کربي هم د ګل/دوشنبې په ورځ فکرمندي ښکاره کړه چې ګني طالبان خیال لري د جګړې په زور ټول افغانستان قبضه کړي. جان کربي ټینګار وکړ چې د افغانستان لانجې دپاره د حل یوازېنۍ ذمه وارانه او ګټوره لار سیاسي جوړجاړی دی.

افغان حکومتي چارواکو ژمنه کړې ده چې د طالبانو په وړاندې به د لویو ښارونو دفاع کوي. حکومت دا دعوه هم کوي چې عسکرو یې په دې وروستیو ورځو کې سلګونه طالبان وژلي دي.

افغان حکومت همدا راز د سیمې په هېوادونو دا تنقید کړی چې ولې یې له طالبانو سره خپلې سفارتکاري اړیکې پراخې کړي دي. د افغانستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي: «د طالبانو پلاوي په داسې یو وخت کې د سیمې هېوادونو ته په دورو ځي چې د دې ډلې بېرحمانه بریدونو کې څه د پاسه درې نیم زره کسان وژل شوي، له دوه لکه کسانو نه زیات نور هېوادوال مو بېځایه شوي، او په لسګونو ولسوالیو کې د ژوند او عامه نظم او اقتصاد بهیر ګډوډ شوی دی.»

بل طرف ته د افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو د نهې/سې شنبې په ورځ په تاجکستان کې یو ملاقات وکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې، افغان اړخ د پاکستان نه بیا وغوښتل چې د طالبانو د پټنځایونو او هغوی سره د مالي مرستې لارو چارو په تړلو، او همدا راز طالبان په هڅولو کې چې په معنا داره مذاکراتو کې برخه واخلي، اسلام آباد دې همکاري وکړي.

بل اړخ ته د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د دې ملاقات نه پس په خپل ټویتر لیکلي چې آینده لاره به بالاخره خپله افغان مشران ټاکي چې هغو ته په کار ده د روغې جوړې دپاره نرمښت وښیي. قریشي زیاته کړې ده چې ملامتي په نورو اچول به د سولې پروسه خرابه کړي.

د دې رپوټ ځینې برخې د رائټرز خبري ادارې معلومات دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG