لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب ترجمان: افغان حکومت دې د طالبانو قیدیان په غیر مشروط ډول ازاد کړي


د سهیل شاهین د خبرو نه وړاندې افغان صدر اشرف غني د ١٥٠٠ طالب قیدیایانو د ازادولو امر لاس لیک کړی
د سهیل شاهین د خبرو نه وړاندې افغان صدر اشرف غني د ١٥٠٠ طالب قیدیایانو د ازادولو امر لاس لیک کړی

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین ویلي افغان حکومت دې د طالبانو قیدیان بغیر د کوم شرط ازاد کړي.

د وي او ای انگریزۍ څانگې سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قطر نه د ټېلې فون دلارې خبرو کې سهیل شاهین وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهده کې وېل شوي چې "د سولې بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو نه وړاندې به زمونږ ټول قیدیان په غیر مشروط ډول ازاد کړی شي."

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین

د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې به طالبان هم ١٠٠٠ کسان د خپلې ولقې نه ازادوي. د طالبانو په ولقه کې بند زیاتره کسان د افغان امنیتي ځواکونو غړي دي.

د سهیل شاهین د خبرو نه وړاندې افغان صدر اشرف غني د ١٥٠٠ طالب قیدیایانو د ازادولو امر لاس لیک کړی. د طالب قیدیانو د ازادولو لړۍ به د خالي، شنبې، د ورځ نه شروع کیږي او هره ورځ به ١٠٠ قیدیان ازادولی شي. د ازادیدونکو طالبانو نه به ضمانت اخیستل کېږي چې دوی به بیا د جنگ په میدان نه ورگډیږي.

د افغان صدر ترجمان صدیق صدیقي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالب قیدیانو ازادیدل به د بین الافغاني مذاکراتو شروع کېدو او د طالبانو په تشدد کې د کموالي سره مشروط وي.

ښاغلي صدیقي وویل که چېرې طالبان د ټولو ٥٠٠٠ قیدیانو ازادي غواړي نو دوی به جنگ بندوي او که تشدد جاري وي نو د قیدیانو د ازادولو بهیر به ودرول کېږي. هغه وویل " ولسمشر غني نن ماښام یو فرمان خپور کړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي. طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو آزادول منلي."

د وي او ای سره خبرو کې سهیل شاهین وویل په بین الافغاني مذاکراتو کې به د اینده "اسلامي حکومت" او نظام، ائیني اصلاحاتو او په امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو او د مستقل جنگ بندي په موضوعاتو خبرې کېږي.

ټاکل شوي وه جې بین الافغاني مذاکرات به د مارچ په ١٠ شروع کېدل خو د وي او ای رپورټ وايي د قیدیانو تبادلې ته د افغان په ابتدايي توگه د نه تیارېدو او د افغان صدر اشرف غني او د هغه حریف عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله بین الافغاني خبرې په ټاکل شوي نیټه شروع نشوې.

په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو او د بین الافغاني مذاکراتو د نه شروع کېدو پرته هم امریکايي پوځ ویلي افغانستان یې د عسکرو د ویستلو بهیر شروع کړی دی.

امریکايي پوځ دا هفته په یو بیان کې وویل په اینده ١۴ میاشتو کې به په افغانستان کې د پوځیان شمیره ٨٦٠٠ ته کمه کړی شي. په موجوده وخت کې قریباً ١٣٠٠٠ امریکايي عسکر په افغانستان کې پرځای دي. د امریکايي پوځ بیان وویل پوځیانو د شمېر کموولو ترڅنگ به امریکايي ځواکونه د القاعده او داعش خلاف د عملیاتو او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تربيي صلاحیت پرځای ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG