لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د کابل پوهنتون استاذ د خپل بند څخه ازاد کړو


په دې تصویر کې پروفېسر جلال د ښي لاس نه په دریم ځای ولاړ لیدل کېږي

د کابل پوهنتون د وکالت او د سیاسياتو د څانګې استاذ پروفېسر فیض الله جلال چې څلور ورځې مخکې طالبانو نیولی و لور یې ویلي د نړیوال او د هېواد دننه د فشار وروسته د بند څخه ازاد کړی شوی دی.

طالبانو په پروفېسر جلال "خلک د نظام په ضد" د راپارولو الزام پورې کړی و.

د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنېسټي انټرنېشنل د پروفېسر جلال د نیول کېدو غندنه کړې وه.

په واشنګټن کې مېشته د پروفېسر جلال یوې لور حسینه جلال د نهې، سه شنبې، په ورځ پلار د ازادېدو نه پس د وي او ای سره مرکه کې وویل پلار یې په صحت روغ دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پروفېسر جلال د خالي، شنبې، په ورځ په کابل کې د کور نه نیول شوی و او د استخباراتي ادرې په بندي خانه کې بند کړی شوی و.

حسینه جلال وویل د پلار د همکارانو او د ملګرو یوه ډله د نهې، سه شنبې، په ورځ د استخباراتو ادارې جیلخانې ته ورغلي وه او د هغه د ازادۍ غوښتنه یې وکړه او طالبانو ته یې وویل تر څو یې ملګری نه وي ازاد شوی دوی به نه ستنېږي.

حسینه جلال وویل طالبانو د هغې پلار د فشار په نتیجه کې ازاد کړو."طالبانو فکر وکړو چې که هغه نور بندي وساتي نو په نړیواله کچه به زیاته توجه ترلاسه کړي او نور خلک به یې د ازادۍ دپاره غږونه پورته کړي."

د وي او ای رپورټ وايي په سوشل میډیا د افغانانو ترڅنګ د جرمني او یورپي سفارتکارانو او د امریکې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجي چارو کمېټۍ مشر ګرېګري میکس د پروفېسر جلال د ازادۍ غوښتنه کوله.

د ازادېدو وروسته پروفېسر جلال ازادۍ رېډیو ته وویل چې طالبانو ورسره په بند کې ښه سلوک کړی و. هغه ازادۍ رېډیوته وویل طالبانو ورته وویل چې په خپلو سیاسي تبصرو کې دې د افغان ټولنې د حقیقتونو عکاسي دې وکړي.

پروفېسر جلال ازادي رېډیو ته وویل چې يو طالب چارواکي ورته وویل چې په دغو حقیقتونو کې د رای د ازادۍ د مغربي تصور نه علاوه د شریعت په رڼا کې د رای د ازادۍ احترام هم شامل دي.

پروفېسر جلال وویل هغه به رېښتیا وېلو ته دوام ورکوي.

د وي او ای رپورټ وايي پروفېسر جلال د تېرو څو لسیزو راهسې د طالبانو ترڅنګ د افغانستان د تېرو حکومتونو نقاد پاتې شوی دی او د نومبر په شمله نېټه په ټېلې وژن د طالبانو ترجمان محمد نعیم سره مباحثه کې یې طالب ترجمان ته بې وقوف ويلي وو.

د پروفېسر جلال د نیول کېدو نه پس د طالبانو بل ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې پروفېسر په ټوېټر د خلکو د راپارولو کوښښ کړی و.

د پروفېسر جلال کورنۍ ویلي پروفېسر جلال سره تړل شوي ټویټ د جعلي اکاونټ نه شریک کړی شوي دي.

حسینه جلال وي او ای ته وویل پلار یې هغه کسانو ته چې نیولی و خپل موبایل وښودلو چې ورڅرګنده کړي چې د ټویټر اېپ نلري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG