لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکو د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په لیکلي پیغام باندې پوښتنې راپورته کړي دي


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري د ملا عبدالغني برادر په غاړه ده، مګر دا ښکاره نده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده چېرته اوسیږي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري د ملا عبدالغني برادر په غاړه ده، مګر دا ښکاره نده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده چېرته اوسیږي

په دې وروستيو کې د اختر په مناسبت د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده خپور شوي بيان په اړه څيړونکي وائي د طالبانو د مشر په دې پیغام کې ډيرې خبرې نه دي واضحه شوي. په دغه ليکل شوي بيان کې د طالبانو مشر د اوربند په اړه غلی پاتې شوې، د ولقې لاندې برخې دعوا یې بې بنياده ښکاري، او د مکمل شريعت نظام خبره يي هم مبهمه ده.
څيړونکي وايي د نور کله په څېر د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده د اختر په اړه دا بيان هم د اډيو يا ويډيو په ځای، په ليکلي بڼه او د نامعلوم ځایه خپور کړی شوی دی. دا بيان په داسې حال مخې ته راغلی چې افغان چارواکي دعوې کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې کورونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم روانه میاشت یوې پاکستاني رسنۍ جیو ټي وي ته منلې وه چې طالبان پاکستان کې کورونه لري او زخمیان یې هم د علاج دپاره د پاکستان هسپتالونو ته وړل کیږي. د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده یو ورور احمدالله اخند په اګست کال ۲۰۱۹م کې کوټه کې نژدې په کچلاغ کې دیوې مدرسې دننه ځانمرګي برید کې وژل شوی و.
څيړونکې او د پېښور پوهنتون ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي افغان طالبانو په افغانستان کې روانې جګړې ته په ميډيا او سوشل ميډيا باندې پروپګنډې ته زور ورکړی دی. هغه وائي پوښتنه راولاړيږي چې که افغان طالبان د افغانستان پينځه اتيا فيصده (۸۵٪) د نيولو دعوا کوي نو بيا ورته ولې ضرورت پېښېږي چې خپل مړي او زخميان ګاونډي هېواد ته راوړي.
ملا هبت الله په خپور کړل شوي بيان کې ويلي له هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته «موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل په چوکاټ کې ښې او پياوړې ډپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.»

خو څيړونکی او عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي د افغان طالبانو په قطر کې پلاوی او نور مشران کوشش کوي نړۍ ته د بشري حقونو خوندي ساتلو تاثر ورکړي خو تېر وخت او طالبانو نظريي ته په کتو داسې ښکاري چې د دوی واک لاندې سيمه کې دغه حقونه پر ځايي ونه ساتل شي.

څيړونکي وايي په پاکستان کې د افغان طالبانو شتون، د جنګيالو افغانستان ته د تلو او د دوي مړي او زخميانو پاکستان په راوړو دعوو د دواړو هېوادونو په يو بل بې باوري نوره هم سېوا کړې ده.

د افغانستان صدر اشرف غني په روستيو کې ويلي د پاکستان نه د جګړې د پاره لس زره تنان افغانستان ته رااوړیدلي دي. پاکستان تل دغسې تورونه رد کړي او حکومتي او عسکري ځواکونو لخوا بيا بيا دا بيانونه مخې ته راغلي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي او د افغانستان امن د دوی په ګټه دی او دغې د پاره يي افغان طالبانو باندې وخت په وخت خبرو ته ناستې د پاره خپل اثر رسوخ کارولې دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG