لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبانو سره لوظنامه باید چې د افغانستان آئین او قانون ته احترام ولري


چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې امریکايي پلاوی په قطر کې د طالب استازو سره خبرې کوي. د فریقنو ترمنځ د خبرو دا ورستی پړاؤ د جمعې په ورځ په پنځمه ورځ هم جاري و او داسې لیدل کیږي چې گنې په مذاکراتو کې پرمختگ شوی دی
چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې امریکايي پلاوی په قطر کې د طالب استازو سره خبرې کوي. د فریقنو ترمنځ د خبرو دا ورستی پړاؤ د جمعې په ورځ په پنځمه ورځ هم جاري و او داسې لیدل کیږي چې گنې په مذاکراتو کې پرمختگ شوی دی

په داسې حال کې امریکا او د افغانستان وسله والو طالبانو په قطر کې د امن مذاکرات کړي، افغان صدر اشرف غني ویلي د طالبانو سره د سولې ممکنه لوظنامه باید چې د هېواد آئین او قانوني چوکاټ ته احترام ولري.

صدر اشرف غني دغه خبرې د جمعې په ورځ سوېټرزلېنډ په ډوس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وکړې. د هغه دفتر د افغان صدر د وینا تفصیل مطبوعاتو ته شائع کړو.

افغان صدر وویل په افغانستان کې د موجودو خارجي ځواکونو د اینده فېصله باید چې د افغانانو په ملکیت کې شوې مذاکراتو کې وشي.

صدر اشرف غني په ډیوس چې په خپل هېواد کې د امن په اړه خبرې په داسې حال کې کړې دي چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې امریکايي پلاوی په قطر کې د طالب استازو سره خبرې کوي. د فریقنو ترمنځ د خبرو دا ورستی پړاؤ د جمعې په ورځ په پنځمه ورځ هم جاري و او داسې لیدل کیږي چې گنې په مذاکراتو کې پرمختگ شوی دی.

اشرف عني وویل زلمي خلیلزاد دا دنده لري چې افغان حکومت او طالبان د یو بل سره نیغ په نیغه مذاکراتو ته کښېنوي او بیا به په دغه خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ او نورو لویو نړیوالو مسلو خبرې کولی شي.

په ډیوس کې وینا کې اشرف غني په دې خبره زور واچولو چې امریکا د طالبانو سره لوظنامې ته د رسیدو وړاندې امریکا باید د افغانستان د گاونډي هېوادونو، روس او د هندوستان تشویش هم په نظر کې وساتي. روس گڼي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ اثرات په مرکزي ایشیا ته هم ور وغځیږي او هندوستان په افغانستان کې د امن دپاره کوښښونو کې د پاکستان د کردار په اړع تشویش لري.

طالبان د افغانستان په جنگ کې امریکا خپل لوې حریف گڼي او تر دا وخت یې د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده او د کابل حکومت "گډاگي" په نوم یادوي.

صدر اشرف غني د قطر په خبرو کې د افغان حکومت د نه شامل کېدو مخالفت کړی دی. په ډیوس کې خپل تقریر کې افغان صدر وویل افغان حکومت ته دا معلومات هم نه ورکول کیږي چې د قطر په مذاکراتو کې په کومو نقطو بحث کولی شي.

کله چې د افغان صدر نه تپوس وشو چې ایا د قطر په مذاکراتو څه پرمختگ شوی دی، هغه وویل پکار ده چې د قطر د خبرو تفصیل شریک کړی شي او دا چې کله ټول تفصیل نه وي معلوم نو یوازې یوه برخه د هوې دپاره کافي نه وي.

د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې دنده ترلاسه کولو په وخت زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د افغانانو د خپل منځو خبرو د لارې به د افغانستان د مسلې د سیاسي حل دپاره کوښښونه کوي. د گل په ورځ د طالبانو سره د خبرو ورستي دور پېل کوولو نه وړاندې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د جنگ د بندیدو غږ وکړو.

خلیلزاد وویل "د امن ترلاسه کوولو دپاره د ټولو افغان فریقېنو په اندېښنو خبرو ته تیار یوو چې د افغانستان خپلواکي او ازادي یقیني کړي او د سیمه ایزه قوتونو قانوني مفاداتو خیال وساتل شي. خو بېړنۍ خبره دا ده چې جگړه ودریږي خو د امن په تکل کې که ضروري وه نو جنگ به هم کوو."

طالبانو دا دریځ وړاندې کړي چې په قطر کې د خبرو مرکز په دې خبره دی چې د افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا نېټه دې وټاکل شي او طالبان به دا ضمانت کوي چې د افغانستان خاوره به په اینده کې د نورو ملکو خلاف د حملو دپاره نه استعمالیږي.

اشرف غني په طالبانو سخت ټکونه وکړل. هغه وویل که چېرې په قطر کې کومه لوظنامه کیږي نو باید چې د افغان حکومت او د طالبانو او د افغان حکومت او افغان حکومت او د امریکې په شمول د نړیوالو همکارانو ترمنځ وي.

افغان صدر وویل طالبان د مجرمانو او د هېروئینو مافیا سره روابط لري او " د پاکستان سره ژورې اړیکي ورکوي چې ورته پناه ځایونه، وسایل او نور ملاتړی ورکوي.

پاکستاني مامورین طالبانو سره د ملاتړ خبرې ردوي او وايي د امریکې او د طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې مرسته کوي.

خو د صدر اشرف غني په ورستیو خبرو اسلام اباد کوم دریځ نه دی څرگند کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG