لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزارت د افغانستان د حالاتو په اړه خوشبیني ښودلې ده


د امریکې د دفاع وزارت چارواکو، نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ، کانگرس ته خپل یو رپورټ وړاندې کړ چې سرلیک یې "په افغانستان کې د امنیت او ثبات پیاوړي کول" دی.

د پنټاگان په حواله، په دغه رپورټ کې د ٢٠١٧ کال د ډسمبر له لومړۍ نه نیولې بیا د سږکال د مې میاشتې تر ٣١مې نیټې پورې پیښو باندې نظر اچول شوی دی. د پنټاگان چارواکو د دغه رپورټ د اعلانولو په بیان کې ویلي چې:

«په افغانستان کې زموږ مقصد دا پاته دی چې پرېنږدو چې افغانستان یوځل بیا په داسې پناه ځای بدل شي چې ترهگرې ډلې وکړای شي له هغه ځایه پر امریکې او یا په بهر کې زموږ پر ملگرو او اتباعو بریدونه پلان او عملي کړي.»

وروسته له هغه چې د امریکې صدر، ډانلډ ټرمپ، د جنوبي ایشیا لپاره خپله نوې سټراټیجي اعلانه کړله او ویې ویل چې نوې سټراټیجي به یې حالاتو ته په کتو پرمخ ځي، دا ړومبی ځل دی چې د امریکې د دفاع وزارت په افغانستان کې د امنیتي حالاتو د ارزونې یو رپورټ خپروي.

پنټاگان د دغه نوي رپورټ په خپرولو سره، د افغانستان لانجې ته د سوله ییزې هوارۍ په هکله خوشبیني څرگنده کړې ده. د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې: «بریالیتوب ته د رسیدو لاره، هماغه پر طالبانو دې مداومه پوځي فشار واردول دي، تر هغو چې د طالبانو دا سوچ ورک شي چې گني هغوی کولای شي د تشدد او جگړې له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.»

پنټاگان همدا راز د طالبانو د بریدونو په ځپلو کې د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې ده او ویلي یې دي چې د رپورټ د جوړېدو په دوران کې، افغان ځواکونو د ټولو ولایتونو پر سرښارونو کنټرول درلود او کله چې په مې میاشت کې طالبانو د فراه ولایت د مرکز د نیولو هڅه وکړله، نو افغان حکومتي ځواکونو هغوی مات کړل او هغوی یې پرېنښودل چې فراه ښار ونیسي.

د امریکې د دفاع وزارت دا هم ویلي چې د افغانستان د پوځ او پولیس ځواکونو روزلو ته به دوام ورکړي، هغوی ته به مشوره ورکوي او ملاتړ به یې کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG