لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د تشدد په تازه پیښو کې لسگونه کسان وژل شوي دي


له طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو په هکله په دې وروستیو کې ډول ډول رپوټونه خپاره شوي، خو په عین وخت کې په افغانستان کې دننه د تشدد پیښې لا روانې دي او حکومت او وسله وال مخالفین یو بل ته مرگ ژوبله اړوي.

په یوه تازه پیښه کې، په خوست ښار کې بمي چاودنه شوې چې له امله یې د ځایي چارواکو په وینا، دوه تنه مړه او شاوخوا شل کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي نن (د سې شنبې یا نهی ورځې) سهار د خوست ښار په ختیځه برخه کې بم چاودنه شوې چې له امله یې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دخوست د والي ویاند طالب منګل له ډیوه سره په خبرو کې وویل چې دغه چاودنه په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو امله، د سپین جومات ترڅنګ رامنځته شوې او ټپیان او وژل شوي ټول ولسي خلک دي.

د پیښې مسئولیت لا تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستی خو د زیاتره چاودنو مسئولیت په تیر کې طالبانو او د حکومت ضد وسله والو مخالفینو ملنی دی.

بل پلو د کندهار امنیتي چارواکو ویلي چې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر مرکز يې د پوځي عملیاتو په ترځ کې ۴۶ وروژلي دي.

افغان پوځي چارواکو امریکا غږ ته وویل چې ځواکونو یې دغه برید د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند په یو ځنګل کړی چې هلته طالبان پټ و.

د دهلې ځنګل د کندهار ښار په شمال ۹۰ کيلو مترۍ کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند سیمه ده چې د زابل او اروزګان ولایتونو له ولسوالیو سره د تګ راتګ لارې ورڅخه تېري شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG