لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۹۰ کسان مړه شوي


رپورټ وايي تر ټولو زیاته ځپلې سیمه د پروان ولایت چاریکار سیمه ده چېرته چې تېره هفته سېلابونه شروع شول
رپورټ وايي تر ټولو زیاته ځپلې سیمه د پروان ولایت چاریکار سیمه ده چېرته چې تېره هفته سېلابونه شروع شول

د افغانستان په ختیځو او مشرقي سیمو کې په تېره یوه هفته کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۹۰ کسان مړه شوي دي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي ګڼ شمېر کسان بې درکه دي چې امدادي کارکوونکي یې د غورځیدلې کورنو په ودانیو کې لټوي.

ای پي وویل د قدرتي افتونو په صورت کې د امدادي ادارې وزیر غلام بهاوالدین جېلاني خبریالانو ته د نهې، سه شنبې، په وخر وویل چې د ۱۷۰ کسانو د زخمي کېدو او د ۱۲ کسانو د بې درکه کېدو رپورټونه یې ترلاسه کړي دي.

د تېر زیارت، پنجشنبې، د ورځې پورې ای پي وايي په افغانستان کې د سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۵۰ و خو ښاغلی جیلاني وايي د مرګ ژوبلې تعداد د دې نه زیات هم کېدلی شي. هغه وویل امدادي کارکوونکي د غورځېدلو کورونو ملبه لټوي او د بې درکه کسانو په لټون کې دي. هغه زیاته کړه د تلفاتو حتمي تعداد زیات هم کېدلی شي.

رپورټ وايي تر ټولو زیاته ځپلې سیمه د پروان ولایت چاریکار سیمه ده چېرته چې تېره هفته سېلابونه شروع شول.

د پروان د والي نایب ترجمان رحمت الله حېدري وویل په سیمه کې د بارانونو او سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۲۱ او د زخمیانو تعداد ۱۳۶ ته رسېدلی دی.

ښاغلي جېلاني د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۵۵ کورونه په مکمله توګه او ۳۰۰۰ په جزوي توګه تباه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG