لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېف پي: طالبانو په کابل کې مېرمنو د مظاهرې په مهال تشدد او هوايي ډزې کړي


د رپورټ ترمخه مظاهره کوونکو مېرمنو غوښتنه کوله چې طالبان دې د ثانوي درې جینکو ته هم  سکول ته د بېرته تګ اجازت ورکړي. طالبانو د مډل یا ثانوي سکول هلکانو ته سکول ته د تګ اجازت ورکړی خو جینکۍ لا نشي تللی
د رپورټ ترمخه مظاهره کوونکو مېرمنو غوښتنه کوله چې طالبان دې د ثانوي درې جینکو ته هم  سکول ته د بېرته تګ اجازت ورکړي. طالبانو د مډل یا ثانوي سکول هلکانو ته سکول ته د تګ اجازت ورکړی خو جینکۍ لا نشي تللی

طالب وسله والو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې په مظاهره کوونکو مېرمنو تشدد او د احتجاج سره نژدې یې هوايي ډزې کړي دي. دا خبر ای اېف پي خبري ادارې د خپلو خبریالانو له قوله ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه مظاهره کوونکو مېرمنو غوښتنه کوله چې طالبان دې د ثانوي درې جینکو ته هم سکول ته د بېرته تګ اجازت ورکړي. طالبانو د مډل یا ثانوي سکول هلکانو ته سکول ته د تګ اجازت ورکړی خو جینکۍ لا نشي تللی.

د شپږو مېرمنو یوې ډلې په مشرقي کابل کې د یو هايي سکول نه بهر د جنیکو سکول ته د بېرته تګ دپاره احتجاج کولو. ای اېف پي په خپل رپورټ کې وویل مظاهر کوونکو مېرمنو یو بېر نیولی و خو طالب وسله والو ترې واخیستلو.

طالبانو واک ته د رسېدو نه پس په کابل مېرمنو یو شمېر احتجاجونه کړي او ای اېف پي وايي په هرات کې دوه کسان هم وژل شوي دي
طالبانو واک ته د رسېدو نه پس په کابل مېرمنو یو شمېر احتجاجونه کړي او ای اېف پي وايي په هرات کې دوه کسان هم وژل شوي دي

په بېنر لیکل شوي وو چې "زموږ قلمونه مه ماتوئ، زمونږ کتابونه مه سوزوئ، زمونږ سکولونه مه تړئ."

ای اېف پي وايي مظاهرې د ختمولو دپاره طالب وسله والو مېرمنو ته ټېلې ورکړې او یو غېرملکي خبریال یې د فلم جوړولو نه منع کولو دپاره په ټوپک ووهلو.

د ای اېف پي خبریالانو ولېدل چې یو طالب وسله وال په خپل ټوپک هوايي ډزې وکړې. مظاهره کوونکې مېرمنې د "سپانټېنیس مومنټ اف افغان وېمن اېکټېوسټس" یا په ناڅاپه ډول غورځنګ کوونکي فعالې افغان مېرمنې نومې تنظیم غړې وې او د ډزو په وخت یې سکول کې پناه واخیستله.

ای اېف پي وايي مولوي نصرالله نومې طالب وسله د ځان پېژندګلو یې په کابل کې د خصوصي ځواکونو د مشر په حېث کوله وویل مېرمنو احتجاج کوونکو د امنیتي چارواکو سره د خپلې مظاهرې په باره کې رابطه نه وکړې. نصرالله وویل د نورو ملکونو په شان دوی هم د احتجاج حق لري خو دوی به اول امنیتي ادارې خبروي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې د احتجاج په وخت یو طالب وسله وال د یو خبریال په کېمره لاس ږډی
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې د احتجاج په وخت یو طالب وسله وال د یو خبریال په کېمره لاس ږډی

طالبانو واک ته د رسېدو نه پس په کابل مېرمنو یو شمېر احتجاجونه کړي او ای اېف پي وايي په هرات کې دوه کسان هم وژل شوي دي. خو طالبانو بیا په احتجاجونو پابندي ولګوله او ویې وېل د مظاهرو دپاره به لومړی اجازت اخیستل کېږي او طالبانو ته به د مظاهرې د مقصد او د شعارونو په اړه معلومات ورکول وي.

ای اېف پي وايي دوه هفتې شوي دي چې جینکۍ د ثانوي تعلیم نه منع کړی شوي دي.

د رپورټ ترمخه طالبان وايي چې د جینکو د تعلیم دپاره حالات برابر کړي نو سکول ته د بېرته تګ اجازت به ورکړي خو زیاتره افغانان په دې اړه د طالبانو په ژمنو باور نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG