لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي استازي د مردان په حمله خفگان څرگند کړی


امریکائي استازي د مردان په حمله خفگان څرگند کړی
امریکائي استازي د مردان په حمله خفگان څرگند کړی

د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې موقتي استازي فرینک رجیرو په مردان کې په پوځي مرکز باندې د ځانمرگي حملې غندنه کړې ده او په برید کې دخلکو په وژنه يي خفگان څرگند کړی دی.

د وائس اف امریکا ډیوه ریډو سره مرکه کې هغه اویل د ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان په وړمبيۍ کرښه جنگیږي او د پاکستان اولس او په خصوصي توگه د قبائیلي سیمو خلکو د تندلاریتوب خلاف کوششونو کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

هغه اویل د اکتوبرپه میاشت کې د امریکې او پاکستان په منځ کې د سټریټجیکي خبرو اترو په وخت د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن وئیلې وو د ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان د وړمبۍ شمیرې ملگری دی او امریکا په دې جنگ کې د پاکستان د اولس د قربانو ستائنه کوي.

فرینک رجیرو اویل امریکا د پاکستان د اولس او د حکومت ملگری ده او امریکا د پاکستان اولس ته دا باور ورکول غواړي چې دوي د ترهگرۍ خلاف مشترکه کوششونو کې یواځې نه دې ولاړ.

هغه اویل پاکستان حکومت په تیرو دواؤ کلونو کې د پاکستاني طالبانو خلاف متاثر کونکې گامونه اختسې دي خو دا یو ډیر مشکل کار دی. په افغانستان کې د یاغیتوب په حقله هغه اویل چې ددغه مثلې حل به بالاخر په سیاسي کچه راویستل کیږي.

هغه اویل په ځواکونو کې د اضافې ورستو د خبرو اترو د پاره موقع برابر کړی شوې ده او اوس د مفاهمت د پاره لارو چارو ته کتنه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG