لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې داحمدي ټولنې دبلې عبادتخانې مینارې رانړول شوې دي


د احمدي ټولنې د شمېرو له مخې تېر کال هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې درې احمدي وګړي د عقيدې په اساس وژل شوي او وايي چې د کال 1984 راهیسې په پاکستان کې نزدې 289 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي دي
د احمدي ټولنې د شمېرو له مخې تېر کال هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې درې احمدي وګړي د عقيدې په اساس وژل شوي او وايي چې د کال 1984 راهیسې په پاکستان کې نزدې 289 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي دي

په پاکستان کې دلږکیو احمدي ټولنه وایي په کراچۍ ښار کې په دوؤ اوونیو کې د دوي دویمه عبادتخانه ورانکارو نړولې ده.

دجمعې په ورځ احمدي ټولنې پخپل یو بیان کې ویلي چې دخالي په ماسپښین دکراچۍ صدر سیمه کې تر لسو پورې کسانو (چې دوي دشرخوښو په نوم یاد کړي) احمدیه هال نومې د دوی د عبادت خانې مینارې نړولې دي.

داحمدي ټولنې بیان کې ویل شوي چې په دغه مهال "شرخوښو" د احمدي ټولنې پرضد شعارونه هم ورکړي دي.

بیان کې ویل شوي چې داحمدي ټولنې دعبادتخانو دمینارو نړولو په وخت پولیس هم موجود وؤ خو وایي په عبادتخانه دبرید کوونکو شمیره زیاته وه نو ځکه ترې پولیس پشا شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو هم ددې پېښې ویډیو ګانې خپرې شوې دي چې پکې لیدل کیږي څو کسان داحمدیانو دعبادتخانې مینارې په څټکونو ماتوي اؤ نور ورته لاندې ولار لیدل کیږي.

احمدي ټولنه وایي ددې پېښې دمقدمې درج کولو لپاره یې پولیسو ته درخواست ورکړی دی.

تر دې وړاندې په کال 2020م کې په 29 ستمبر دکراچۍ یو تن عبدالقادر پټيل پریډي پولیس تاڼه کې رپورټ درج کړی ؤ چې داحمدیه هال مینارې د جومات په طرز جوړې کړل شوې دي.

له دې پېښې مخکې هم په 18مه جنورۍ احمدي ټولنې ویلي وؤ چې مارټن روډ کراچۍ کې د دوي دعبادتخانې مینارې ړنګې کړې دي.

د روانې میاشتې په 24مه هم په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه راغلي وؤ چې د پاکستان د پنجاب صوبې په فېصل اباد کې نامعالوم تنانو د احمدي ټولنې قبرونه نړولي او په اديره کې ېې پراته تابوتونه سوځولي دي.

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، ډلې او امریکا هم اندېښنې ښايي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او دمذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

د احمدي ټولنې د شمېرو له مخې تېر کال هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې درې احمدي وګړي د عقيدې په اساس وژل شوي او وايي چې د کال 1984 راهیسې په پاکستان کې نزدې 289 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG