د فلسطیني علاقې غزه په جنوبي ښارخان یونس کې د جمعې په ورځ د مزایل لګېدو په نتیجه کې مطبوعات وايي د الجزیره ټېلې وېژن یو خبریال ووژل شو او بل زخمی دی.
د الجزیره کېمره مېن سمار ابودقه د ډرون نه چلوول شوي مزایل ووژلو او د الجزیره د غزه د دفتر یا بیورو مشر وایل الدحدودح زخمي شو.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه ابودقه د خان یونس په یو سکول کې زخمي شو د الجزیره وویل د اسرایلي بمبارۍ له امله هغه د طبي امدادي کارکوونکي هغه ته په وخت ونه رسېدل شول.
ابودقه محفظ ځای ته په رسوولو کې پينځه ګنټې ولګېدې او د طبي امداد ډله چې بالاخېر هغه ته ورورسېده نو خبریال مړ شوی و.
الجزیره په خپل بېړني خبر کې وویل اسرایلي ځواکونو طبي ډله ابودقه ته په سمدستي ډول رسېدو ته پرې نه ښوده.
ابو دقه د 2004 راهسې د الجزیره سره کار کولو. هغه په 1978 کې زېږېدلی و د څلورو بچو پلار و.
د الدحدودح د خطرې نه بهر ګڼل کېږي. هغه نصیر هسپتال ته منتقل کړی شو.
د جمعې په ورځ د زخمي کېدو نه شپږ هفتې مخکې د الدحدودح ښځه او ماشومان د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې په غزه کې د هغه کور د لګېدو په نتیجه کې وژل شوي دي. د دې پېښې سمدستي وروسته الدحدودح د خبرونو ورکولو خپلې دندې ته ستون شوی و.
د ابودقه د وژل کېدو نه مخکې د ملګرو ملتونو ترجمان سټیفن دوراجېک د جمعې په ورځ وویل پکار ته چې خبریالان د تشدد او د حملو نه په پاک ماحول کې خپل کار وکړی شي.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د ابودقه کورنۍ او همکارانو سره د غمرازۍ اظهار وکړو.
کربي وویل امریکايي چارواکي د اسرایلي همکارانو سره هره ورځ په رابطه کې وي او داسې څه نه ښکاري چې اسرایلیان صحافیان قصداً په نخښه کوي.
د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیمونو د حملې غندنه وکړه.
انټرنېشنل فېډرېشن اف جرنلسټس په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل بیان کې وویل د حملې غندنه کوي او دا غوښتنه تکراروي چې د خبریالانو ژوندونه دې محفوظ کړی شي.
د اسرایل خارجه وزارت د پېښې په اړه د دریځ معلومولو دپاره د وي او ای د ايمېلونو جواب و نه کړو.
د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ترمخه، د جمعې د ورځ پورې د اسرایل او د حماس جنګ د خبرونو ورکولو په لړ کې لږ تر لږه 63 خبریالان وژل شوي دي. په وژل شویو خبریالانو کې 56 فلسطینیان، څلور اسرایلیان او درې د لبنان خبریالان شامل دي.
د 2300 نه زیاتو تنظیمونو او خبریالانو یو خط دستخط کړی چې په کې د اسرایل او حماس په جنګ په لویه شمېره کې د خبریالانو په وژل کېدو احتجاج شوی دی.
په وژل شویو خبریالانو کې د رویټرز خبري ادارې عصام عبدالله هم شامل دی چې د اکتوبر په 13 نېټه په جنوبي لبنان کې د اسرایل په حمله کې ووژل شو.
د اېمنېسټي انټرنېشنل، هیومن رایټس واچ، روېټرز او د ای اېف پي خبري ادارې د دې میاشت رپورټونه امکان څرګندوي چې عبدالله چې په کومه حمله کې وژل شوی امکان لري چې قصداً شوي خو اسرایل دا رپورټونه ردوي.
Forum