لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د القاعده برصغير څانگې کمانډر سره د ملگرو وژل شوی


پوليس نن سحر د ښار په قيوم اباد سيمه کې عمليات کړي ، او پوليس سره په مقابله کې د القاعده ځايي مشر سره د درېو ملگرو وژل شوی دی .
پوليس نن سحر د ښار په قيوم اباد سيمه کې عمليات کړي ، او پوليس سره په مقابله کې د القاعده ځايي مشر سره د درېو ملگرو وژل شوی دی .

د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ سي ائي ډي پوليس وايي ، د پوليس او وسله والو ترمينځ يوه مقابله کې د القاعده د برصغير څانگې د کراچۍ مشر او د هغه درې ملگري وژل شوي دي .

د کراچۍ د سي ائي ډي پوليس مشر راجا عمرخطاب مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، نن د جمعې په ورځ سحر پوليس د ښار په قيوم اباد سيمه کې عمليات کړي ، او پوليس سره په مقابله کې د القاعده ځايي مشر سره د درېو ملگرو وژل شوی دی .

٫٫ د القاعده د برصغير څانگې د کراچۍ امير سجاد عرف کارگل ، دی په کراچۍ کې د پوليس په وژنو او بمي چاؤدنو کې ککړ ؤ ، پرون مونږ ته کره خبر مېلاؤ شوی ؤ چې دی په قيوم اباد کې سره د خپلو درېو ملگرو موجود دی او نن سحر دويې د حساسه ادارې په يو افسر د ډزو او خودکش حملې منصوبه جوړه کړې وه ، او زمونږ د کاروائۍ په دوران کې په مذاحمت کولو هغه څلور واړه ووژل شو ٬٬ .

پوليس افسر ووئيل د وژل شوؤ وسله والو د قبضې نه خودکش جېکټې او په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده .

د راپورونو ترمخه پوليس سره په مقابله کې د القاعده د کراچۍ د وژل شوي مشر سجاد سره د هغه د نورو ملگرو پېژندگلو د محمد هاشم ، ياسين عرف ياسر عرفات او شميم عرف کمانډو په نومونو شوې ده .

راپورونه وايي د القاعده د کراچۍ کمانډر په کال ۲۰۰۹م کې د بنگله دېش د لارې دلته راغلی ، او بيا وزيرستان ته تلی ؤ . او هغه په کال ۲۰۱۴م کې د القاعده د برصغير څانگې د کراچۍ مشر جوړ کړی شوی ؤ .

د زيارت په ورځ هم د ښار په سهراب گوټ علاقه کې پوليس په يوه مقابله کې د القاعده د غړو په گډون د اووه وسله والو د وژنې ادعا کړې وه .

د تېرې کال په ۱۶م دسمبر پېښور کې په سکول د بريد وروستو د نور ملک په رنگ کراچۍ کې هم د وسله والو په ضد عمليات تند کړی شوي دي .

او تېره مياشت هم پوليس سهراب گوټ سيمه کې په يوه مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان او القاعده د ۱۳ غړو د وژنې ادعا کړې وه .

او هم تېره مياشت د سي ائي ډي پوليس ښار کې په يوه کاروايۍ کې د القاعده د برصغير څانگې سره تعلق لرونکو پينځه ؤ وسله والو د نيولو وئيلي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG