لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده وايي د مطبوعاتو د څانګې مشر يې په یمن کې په ډرون حمله کې وژل شوی


القاعده وویل د مطبوعاتو د څانګې مشر حماد التمیمي او بل وسله والو د یمن مرکزي ښار مارب سره نژدي ووژل شوو
القاعده وویل د مطبوعاتو د څانګې مشر حماد التمیمي او بل وسله والو د یمن مرکزي ښار مارب سره نژدي ووژل شوو

القاعده ویلي په یمن کې يې دوه غړي په مشکوکه امریکايي ډرون حمله کې وژل شوي چې يو تن په کې د تنظیم د مطبوعاتو د څانګې مشر و.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه القاعده د خپلو غړو د وژل کېدو اعلان د اتوار، يکشنبې، په ورځ وکړو او ويې وېل وسله وال يې تېره میاشت په ډرون حمله کې وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه القاعده د وسله والو د وژل کېدو اعلان په هغو وېب پاڼو وکړو چې وسله والې ډلې يې د خپلو نشریاتو دپاره استعمالوي.

القاعده وویل د ډلې د مطبوعاتو د څانګې مشر او یو بل وسله وال په مرکزي یمن کې د فېبرورۍ په ۲۶ نېټه د دوی په کور د امریکايي ډرون په حمله کې ووژل شوو.

ای پي وايي د امریکې استخباراتي ادارې سي ای ای په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

رپورټ وایي د جنورۍ په میاشت کې په یمن کې بل مبینه امریکايي ډرون د القاعده درې وسله وال وژلي دي.

القاعده وویل د مطبوعاتو د څانګې مشر حماد التمیمي او بل وسله والو د یمن مرکزي ښار مارب سره نژدي ووژل شوو.

د جنورۍ په حمله کې ای پي وايي د القاعده وسله وال په هېل فایر ار ناین اېکس نومې مزایل چې نایف بام یا د چاړه بم په نوم هم یادېږي، وېشتل شوي دي. ای پي وايي دغه خبره د بم د مبلې د تجزیې او د وسلو د ماهرینو د وېنا په بنیاد کوي.

ای پي وايي دا معلومه ده چې سي ای ای په ماضي کې هم د القاعده د مشرانو په ضد ډرون استعمال کړي دي.

ای پي وايي سي ای ای په یمن کې د تېرې میاشتې د حملې په اړه څه نه دي ویلي.

ای پي وايي په یمن کې ډرون حملو د امریکې د خفیه ډرون کېمپېن په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

ای پي وايي په جزیره نما عرب کې د القاعدې څانګه په مارب او د یمن په ځینو نورو سیمو کې فعالیت لري او د تنظيم تر ټول خطرناکه زیله ګڼل کېږي. د رپورټ ترمخه په یمن کې خانه جنګۍ دلاسه القاعده په هېواد کې او په خصوصي توګه د یمن په لرې پرتو سیمو کې موجودګي دوامداره ساتلې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG