الجزایر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یو داسې قرارداد پر وړاندې کولو کار کوي چې پکې په غزه پټۍ کې د سمدستي ډزبندۍ او له اسرایل څخه بې له ځنډه په جنوبي رفح ښار کې د بریدونو درولو غوښتنه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجامه -چې په امنیت شورا کې د عربو استازی هم دی، د سه شنبې- نهې په ورځ د بندو دروازو تر شا بیړنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له ماښام وروسته به د قرارداد مسوده 15 کسیزې شورا ته ولېږي. ښاغلي بنجامه ویلي:
"دا به یوه لنډه مسوده وي، یوه پرېکړه کوونکې مسوده به وي چې په رفح کې د وژنو مخه ونیسي".
د دې قرارداد په مسوده کې- چې اسوسیېټډ پریس د شورو- چارشنبې په ورځ تر لاسه کړې- دا غوښتنه هم شوې ده چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د ډزبندۍ تړون ته دې درناوی ولري.
په دې مسوده کې د هغو اسرایلي وګړو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه هم شوې ده چې حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې د برید په وخت تښتولي او یرغمل کړي وو.
په ملګرو ملتونو کې د بېلابېلو هېوادونو ځینې استازي وایي، دوی تمه لري چې پر دې قرارداد به بیړنۍ رایې واچول شي وایي حتی کېدای شي د چارشنبې- شورو په ورځ رایو ورکولو ته وړاندې شي.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ خبریالانو ته وویل، "زموږ هیله دا ده چې دا [پر قرارداد ووټونه] څومره چې ممکنه وي هغومره ژر وشي ځکه چې ژوند په توازن کې دی".
د امریکې استازې مېرمن لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، "موږ د دې [قرارداد] د لیدو په تمه یو او بیا به ورته غبرګون ښکاره کړو".
امریکې تر دې وړاندې هم څو قراردادونو ته رایه ورکړې او په غزه کې یې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده، خو درې قراردادونه یې ویټو کړي هم دي.
د امنیت شورا یو قرارداد د منظورۍ لپاره لږ تر لږه نهه رایو ته اړتیا لري خو هله منظورېدای شي چې امریکا، برتانیا، فرانس، روس یا چین یې ویټو یا رد نه کړي.
د دې قرارداد مسوده د امنیت شورا په پخوانیو قراردادونو باندې د عمل غوښتنه کوي چې وایي د غزې 2.3 میلین خلکو ته دې ټولې پولې خلاصې کړل شي او بشري لاسرسی دې اسانه شي ځکه چې خلک خوراک او نورو مرستو ته ډېره اړتیا لري.
د الجزایر په قرارداد کې په رفح کې د مېشتو فلسطینیانو په کړاوونو او په غزه کې د کاختۍ په خپرېدو باندې ژوره اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې هلته "د ناورین حالت د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امن لپاره خطر دی ".
په قرارداد کې له اسرايل څخه غوښتل شوي چې "په سمدستي توګه په رفح کې خپل پوځي عمليات او نور هر ډول اقدامات ودروي."
په مسوده کې د اسرایلي ځواکونو دغه ممکنه اقدام غندل شوی چې وایي "د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي بې توپیره په نخښه کوي او ملکي اډاڼو ته زیان رسوي" او د امنیت شورا غوښتنه پکې تکرار شوې چې ټول اړخونه دې له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پام وکړي.
الجزایر په داسې حال کې د امنیت شورا بېړنۍ غونډه رابللې چې اسرایل په رفح ښار کې پوځي عملیات پیل کړي دي. د یکشنبې- اتوار په شپه اسرایلي الوتکو د رفح په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ بمباري وکړه چې 45 تنه یې ووژل او تر 100 زیات یې ټپیان کړل.
یادونه- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum