لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د ترهګرۍ په مسله بلل شوی ټول ګونديز کانفرنس نهمې فرورۍ ته اړول شوې


وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي"
وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي"

د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي، د ترهګرۍ په مسله بلل شوی ټول ګونديز کانفرنس به د اوومې فرورۍ په ځای په نهمه فرروۍ په اسلام اباد کې ترسره کيږي.

د اطلاعاتو وزیرې نه دي ويلي چې د کانفرنس نېټه ولې بدله کړی شوه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په دويمه جنورۍ ويلي وو چې په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع یې ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

مريم اورنګزېب نن په ټويټر ویلي، په ټول ګونديز کانفرنس کې د ملک ټولو سياسي مشرتابه بلل شوې، د ترهګرۍ او ورپېښو چېلنجونو د مقابلې دپاره تګلاره جوړولی شي او نېشنل اېکشن پلان ته به بيا کتنه کيږي.

د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ويلي، شهباز شریف تحریک انصاف ته په ميډيا د ترهګرۍ په معامله په ټول ګونديز کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده. خو تراوسه پورې په رسمي ډول بلنه نه ده ورکړی شوې چې رسمي دعوت نامه ترلاسه شي په کانفرنس کې د ګډون په پرېکړه به مشوره کولی شي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوي ځانمرګی بريد چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي او د 200 زيات ژوبل شوي، ټول ګونديز کانفرنس بلل شوی وو.

د برید په ملکي او نړيواله کچه غندنه شوې او په لومړۍ فرورۍ مرکزي کابينې په پېښور کې شوی ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او هم اهنګي د وخت ضرورت دی.

په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ غونډه وشوه او غونډې ته د پېښور د ځانمرګي حملې او د امنيت په اړه احوال وړاندې کړی شو.

وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".

د سرکاري خبري ادارې ترمخه د اېپکس غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې به په فوري توګه د سي ټي ډي مرکز، د پنجاب صوبې په څېر فارنزک لېب، او د ښار د خوندي والي يا سېف سټي پروژه پېل کولی شي.

دغه رنګ ويل شوي وو، غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي او په دغه لړ کې د تګلارې جوړولو دپاره لارښوونه هم شوې ده.

او غونډې اتفاق کړی چې په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د ځانمرګی بريد په اړه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG