لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکایان د صدارتي کېمپېن په اړه مایوسه او اندېښمن دي

د امریکې په شېکاګو ښار کې ووټران وختي رای ورکوي
د امریکې په شېکاګو ښار کې ووټران وختي رای ورکوي

په داسې حال کې چې د امریکې نوي صدر د انتخاب دپاره د ووټونو ورځ رانږدې کېږي، امریکایان په دې اړه مختلف احساسات لري او د لېوایتا نه زیات اندېښمن ډېر دي.

د اي پي خبري ادارې او د اېن او ار سي سېڼټر فار پبلېک افېیرز ریسرچ نومې ادارې نوي سروی کې د ۱۰ څخه اووه امریکایان وايي د کال ۲۰۲۴ د صدارتي کېمپېن په اړه د پرېشانۍ او د مایوسۍ احساسات لري. په هم دغه شمېره کې امریکایان وايي د صدارتي انتخاب په هلوځلو کې دلچسپي هم لري.
په دریو کې یو امریکايي دانتخاباتو په اړه د ليوالتیا جذبات لري.

د کال ۲۰۲۴ د صدراتي انتخاب د کېمپېن په اخېرۍ هفته د غېریقینۍ سیوري هم خپور دی. وروستۍ سروی ښيي په قومي کچه او په خصوصي توګه په هغو ریاستونو کې چې یوه پارټي هم په کې واضحه اکثریت نه لري د دواړو صدارتي امیدوارانو ترمنځ مقابله سخته ده.

واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ نایب صدره کاملا هېرېس خپله امیدواره نامزد کړې او ريپبلېکن پارټۍ پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ نامزد کړی دی. سروی ښيي یو امیدوار هم د بل په مقابل څه واضحه برتري نه لري.

د کېمپېن په اختتامي ورځو کې دواړو امیدوارانو د یو بل نه ډېر متضاد دلایل وړاندې کړي دي.

هېرېس وايي د ټرمپ زیاته توجه په بدل اخیستلو او په شخصي ضرورتونو ده او ټرمپ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یوه جلسه کې وویل هېرېس داسې بې قابو رېل دی چې په خپله لاره کې يې هر څه تباه کړي دي.

ځېنې ډلې د موجوده صدارتي انتخاب په اړه څلور کاله مخکې شوي د صدارتي انتخاب نه هم زیات اندېښمن دي د دې باوجود چې دغه انتخاب د کرونا وبا په مهال شوی و.

د ای پي او د اېن او ار سي سېڼټر فار پبلېک افېیرز ریسرچ په کال ۲۰۲۰ کې په سروی کې موندلي وو چې په دریو کې دوه امریکایان د انتخاب په اړه اندېښمن وو.

د ډېموکرېټېک پارټۍ د ۱۰ څه اته غړي د انتخاب په اړه د تشویش اظهار کوي، چې د تېر انتخاب په مقابل کې درې پاوه اضافه ده. د ريپبلېکن پارټۍ د دریو څخه دوه غړي اندېښمن دي. په ۲۰۲۰ کې دا شرح د ۱۰ څخه شپږ وه.

د هغه امریکایانو په رای کې څه ډېر بدلون نه دی شوی چې د یوې پارټۍ سره هم سیاسي تړون نه لري او د ډېموکرېټس او د ريپبلېکنز په مقابل کې د پرېشانۍ کچه یې هم کمه ده. په سیاسي توګه بې طرفه نیم په نیمه امریکایان د اندېښمنۍ اظهار کوي. د ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب په اړه يې هم دغه نظر و.

نور احساسات د نورو انتخاباتو په مقابل کې زیات سخت شوي دي چې په کې د لیوالتیا جذبات هم شامل دي.

د دریو څخه یو امریکايي وايي د کال ۲۰۲۴ د صداراتي کېمپېن په اړه لیوالتیا لري خو د امریکایانو اکثریت وايي د سږ کال د صدارتي مقابلې په اړه لیوالتیا نه محسوسوي.

د صدارتي زغل په اړه په نظر پوښتنو کې یوه خبره یو شان پاتې شوې او دا د امریکایانو مایوسي ده. د ۱۰ څخه اووه امریکایان خپل احساسات د مایوسۍ په څېر بلي. په کال ۲۰۲۰ کې هم د ډېرو امریکایانو هم داسې ډول احساسات وو.

په مایوسۍ کې د متبلا امریکایانو دپاره د خوشحالۍ خبره دا ده چې انتخابات به زر ختم شي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG