لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پروېز مشرف سره دې د ټولو جرمونو حساب وشي، اېمنسټي انټرنيشنل


د بشري حقونو نړيوال تنظيم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي د پاکستان د پخواني پوځي امر پوځي امر پروېز مشرف سره دې د ټولو جرمونو حساب وشي.

د پاکستان يو ځانګړي عدالت پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د ائين د ماتولو په سر د غدارۍ په مقدمه کې پخواني پوځي امر پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه.

اېمنسټي انټرنيشنل پروېز مشرف ته د سزا اورولو په تړاؤ ويلي د هغه سره دې يواځې د څو جرمونو نه، بلکې د ټولو حساب وشي.

"د پروېز مشرف سره دې د هغه د حکومت نه د غېر عدالتي وژنو، په زوره د بې درکه کولو، تشدد، په غېرقانوني بندي خانو کې ساتنو، په ولکه کې د بندي خلکو د وژنو، په جعلي مقابلو کې د وژنو او بشري حقونو د سرغړونو ترڅنګ دې د سياسي مخالفينو، بشري فعالانو، مدني ټولنې او مشکوک وسله والو حساب دې هم ورسره وشي".

اېمنسټي انټرنيشنل زياته کړې چې "څوک هم د قانون نه بر نه دی او دا خبره د ډاډ ده چې په پاکستان کې تاريخ جوړ شي چې د پوځي جرنېلانو دپاره هیڅ رعايت نشته. د دې سره دا هم اړينه ده چې هغه ته د مرګ د سزا ورکولو نه وړاندې د بې پلوه مقدمې موقع ورکړی شي. د مرګ سزا ظالمانه او غېر انساني ده، دا د انتقام په معنی ده انصاف نه دی".

اېمنسټي انټرنيشنل ويلي "د پروېز مشرف په نهه کلنه واکمنۍ کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د وژنو، د خلکو د بې درکه کولو د بشري حقونو او سياسي مخالفينو ترڅنګ نور جرمونه او سرغړونې کړي دي".

د ځايي ميډيا ترمخه پروېز مشرف ويلي د هغه پرضد اورول شوې فېصله يو اړخيزه ده او هغه به دغه فېصله چېلنج کوي.

بل لور ته د پاکستان پوځ عدالتي فېصلې ته په غبرګون کې ويلي پرویز مشرف د هېواد خدمت کړی دی او د هیواد د دفاع دپاره یې جنګونه کړې دي هغه غدار نشي کیدلی.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې په ټوېټر خپور شوي بیان کې ويلي د خصوصي عدالت فیصلې د پوځ په صفونو کې "درد او غصه" راپارولې ده.

پوځ په خپل بیان کې ويلي پرویز مشرف د پوځ مشر و او جنګونه یې کړي دي او هغه "یقیناً غدار نشي کېدلی."

پوځ د عدالت د فېصلې په اړه وویل عدالت د اساسي قانون سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې د دفاع موقع نه ده ورکړې او عدالت په خپل سر مقدمه سر ته رسولې او فیصله یې په "بېړه" کې کړې ده. " د پاکستام مسلح ځواکونه توقع کوي چې انصاف به د اسلامي جمهوري پاکستان د ائین سره سم ورکړی کېږي."

خو په پاکستان کې سياستوالو او مدني فعالانو پروېز مشرف ته د عدالت لخوا اورول شوې فېصلې ته تاريخي ويلي چې دا د جمهوریت د پياوړتیا ترڅنګ د عدالتونو د ازادۍ غمازي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG