لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې پولیو د معلومولو دپاره ماحول نه اخیستل شوي نمونه مثبته موندل شوې


د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې ټولې 20 پېښې مخې ته راغلې وي او دغه ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوې وې
د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې ټولې 20 پېښې مخې ته راغلې وي او دغه ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوې وې

پاکستان کې د پوليو مخنیوي د پروګرام د چارواکو په وینا د ټول ملک څخه د پولیو وايرس ماحولياتي نمونې راخستل شوي چې پکې په لاهور کې د پولیو مثبت نمونې ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، پاکستان کې تېر کال د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې وې خو د کال په وروستيو کې هلته بيا د پوليو ماحولياتي نمونې منفي وې.

هغه وويل، سږ کال چې د ټول پاکستان نه د پولیو ماحولياتي نمونې اخستې وې په هغې کې په لاهور کې يوه نمونه مثبته راغلې پاتې ټولې منفي دي.

نوموړي وویل، دا وخت په ملک کې د پوليو ضد کمپاين دوام لري، په 13 فرورۍ به دويم کمپاین پېل کيږي او په شپږم مارچ درېم کمپاين ټاکل شوی دی.

ډاکټر شهزاد بېګ زیاته کړه، د وړوکي اختر نه وړاندې یې هدف دی چې درې کاميابې کمپاینې وچلول شي، د دې دپاره چې د اختر په ګڼه ګوڼه کې دا وايرس خواره نه شي.

پاکستان کې روانه اوونۍ د پوليو ضد کمپاين پېل شوی، وزیراعظم شهباز شريف د پوليو کمپاين پرانسته کړې او ويلي يې وو مرکزي حکومت به د صوبو سره په ګډه د ملک څخه د پولیو خاتمې دپاره پوره هڅې کوي.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې ټولې 20 پېښې مخې ته راغلې وي او دغه ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوې وې.

په يادو پېښو کې 17 يواځې په شمالي وزيرستان کې مخې راغلې وې، دوه په لکي مروت کې او جنوبي وزيرستان کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې چې تېر کال د پوليو دوه پېښې رپورټ شوې وې، د نومبر په وروستيو کې د ناامنۍ له امله دغلته کمپاين ځنډول شوی وو.

ډاکټر شهزاد بېګ وايي، په دويمه جنورۍ د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د پوليو کامياب کمپاين شوی يواځې د جنوبي وزیرستان په يوه وړه برخه کې کمپاين نه وو شوی.

هغه وويل دوی ته د پوليو د مخنيوي په لړ کې په لویو چېلنجونو کې امنيتي صورتحال، د خلکو تګ راتګ په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ، د پوليو ټیمونو کې ښځو کارمندانو ته ورپېښ مشکلات چې هر ځای ته نه شي تلی چې له امله یې ماشومان د څاڅکو نه پاتې شي او ځينې د خلکو د پوليو ضد څاڅکو باندې شکونه شامل دي.

خو نوموړي وويل دوی پوره هڅې کوي چې دغه ټول چېلنجونه د پوليو کمپاين په وړاندې خنډان جوړ نه شي او ټولو ماشومانو د پولیو ضد څاڅکي ورسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG