لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: د پاکستان د نوي حکومت دپاره به ګرانه وي چې په سیاست او پارلېمنټ کې د اسټېبلېشمنټ مداخلت ختم کړي


د پاکستان پوځ په تکرار دا خبره ردوي او وايي پوځ د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه نه کوي
د پاکستان پوځ په تکرار دا خبره ردوي او وايي پوځ د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه نه کوي

د سياسي چارو څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان تحريک انصاف حمایت یافته ازاد امیدواران په انتخاباتو کې د اسټېبلشمنټ په ضد د پي ټي ايي د بیانيې په سبب په لویه شمېره کې کامیاب شوي دي خو د راتلونکي حکومت دپاره به ګرانه وي چې د عمران خان په تېر حکومت کې په سیاست او پارلېمنټ کې د غېر جمهوري ادارو زیاته شوي لاس وهنه ختمه کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ ازادو امیدوارانو د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او په وفاق کې د قومي اسمبلۍ د نورو ګوندونو نه زیاتې چوکۍ ګټلي دي چې څېړونکي يې لوی علت د اسټېبلشمنټ په ضد د پخواني وزير اعظم او د ګوند د مشر عمران خان موثره بيانيه بلي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن د غېر حتمي ابتدايي نتیجو ترمخه د فرورۍ په اتمه شويو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په 266 چوکو ازادو اميدورانو 101، پاکستان مسلم ليګ (ن) 75 او پاکستان پيپلز ګوند 54 سيټونه ترلاسه کړي دي۔

شمېرې ښيي چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په 113 چوکو ترسره شويو ټاکنو کې ازاد اميدوران په 90، جميعت علما اسلام په 7، پاکستان مسلم ليګ په 5، پاکستان پيپلز ګوند په 4، جماعت اسلامي په 3 او عوامي نېشنل ګوند په يوې چوکۍ کامياب شوې دي.

په اسلام اباد کې مېشته د پاکستان د پارلېماني چارو څېړونکی قرېش خټک وايي په انتخاباتو کې "نېغ په نېغه د عمران خان د پارټۍ او د پاکستان پوځي او عسکري قيادت ترمنځه يوه ټاکره غوندې کې وه او خلکو په اول ځل په دې يوې مسله ووټ ورکړې چې تاسو په سياست کې د پوځ کردار غواړې او که نه غواړۍ ځکه چې د پي ټي ايي او عمران خان نغره وه چې حقيقي ازادي او حقيقي ازادي د سياست ازادي وه."

څېړونکي وايي په تېرو کلونو او په خاصه توګه د عمران خان په درې کلني حکومت کې چې د پاکستان اسټېبلشمنټ په سياست او پارلېمان څومره اثر انداز شوی هغه اثر ختمول به راتلونکي حکومت دپاره يو مشکل کار وي.

قرېش خټک وویل که کوم ګوند هم حکومت جوړ کړو " هغوی ته به دا ډېر غټ مشکل وي چې په سمه توګه په ايني لاره لاړ شي او دا کوم اختيار چې دوی د لاسه کړې غېر قانوني او غېر ائني طريقې سره هغه د دوی نه واپس واخلي په دې کې به ډېر مشکل وي که څوک هم راځي."

د ملک دننه او په نړیواله کچه د پاکستان پوځ په سیاست کې د مداخلت په او سیاسي حکومت د اثر انداز کېدو الزامات لګول کېږي خو د پاکستان پوځ په تکرار دا خبره ردوي او وايي پوځ د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه نه کوي۔

د خالي، شنبې، په ورځ د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل د هېوادا پوځي مشر جنرل عاصم منیر انتخاباتو په ترسره کېدو حکومت، الېکشن کمېشن، سیاسي ګوندونو او کامیابو امیدوارانو ته مبارکي ورکړه.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې ايي اېس پي ار د بیان ترمخه، جنرل منیر وویل قوم داسې لاسونو ته ضرورت لري چې "درملنه" لري، د انتشاراو د اختلافاتو د سیاست نه يې په مخکې بوځي.

د سياسي چارو څېړونکي وايي په دې ټاکنو کې هغه ګوندونه ناکامه شوي د صوبايي خودمختيارۍ، امنيت او د پرمختګ دپاره به یي اواز پورته کول.

فخرکاکاخېل په پېښور کې مېشته خبريال او ليکوال دی، په اینده حکومت کې په خېبرپښتونخوا کې د امن او ثبات په اړه خوش بینه نه دی. "زه نه وينم چې په دې سيمه کې به د امنيت ټينګار رازي او يا به اقتصادي ټينګار راځي، زه وايم چې دا صوبه به نوره هم خرابېږي."

د کال 2013 او د کال 2018 په انتخاباتو کې د کامیابېدو په نتیجه کې هم پاکستان تحريک انصاف په خېبر پښتونخوا کې حکومت کړی دی. د څېړونکو ترمخه د پي ټي ايي د حکومتونو په مهال د صوبې د قرضونو حجم شا وخواو 1000 اربه روپو ته رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG