لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: دمرکز او صوبې د اختلافاتو زور به د پښتونخوا سېلاب ځپلو ته رسي


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د امداد ادارې [پي ډي اېم اې]د شورو/ چهارشنبې په ورځ [31 اګست] ويلي په صوبه کې په تېر شوا روز کې نور اته کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي دي
په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د امداد ادارې [پي ډي اېم اې]د شورو/ چهارشنبې په ورځ [31 اګست] ويلي په صوبه کې په تېر شوا روز کې نور اته کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي دي

خيبر پښتونخوا صوبه چې بارانونو او سېلابونو زياته ځپلې ځاني او مالي تاوانونه يې اړولي څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت او په مرکز کې ايتلافي حکومت په يو مخ نه دي صوبه په یواځې سر د سېلاب ځپلو بحالي نه شي کولی او که مرکز او صوبه يو نه شي ټول زور به يې سېلاب ځپلو ته ورسي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ګل/ دوشنبې په ورځ [29 اګست] د خېبرپښتونخوا د نوښار او چارسدې سره د مومند ډېم سفر کړی د سېلاب ځپلو سره یې ليدلي او نن سوات او کوهستان ته تللی خو د هغه سره د صوبايي حکومت څوک استازی نه وو.

او بل لور ته ویل شوي د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان پرون د نوښار او نن د کوهستان او شانګلې په سفر دی.

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړې ثمر هارون بلور وايي په صوبه کې سېلاب د اندازې نه زيات تاوان اړولی صوبايي حکومت يې يواځې نه شي پوره کولی.

"يواځې صوبايي حکومت دا کار نشي کولی د بیا بحالۍ کوم عمل چې دی په دې کې به خلکو ته کورونه جوړول وي خلک به بيرته عادي ژوند ته راولي، څاروي مړه شو فصلونه تباه شوي صوبايي حکومت به څه څه کوي د مرکزي حکومت نه بغېر دا کار ممکن نه دی".

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د امداد ادارې [پي ډي اېم اې]د شورو/ چهارشنبې په ورځ [31 اګست] ويلي په صوبه کې په تېر شوا روز کې نور اته کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي دي.

او د افتونو په وخت قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] تيره شپه په خپرو کړو تازه شمېرو کې ويلي، پرون د نهې/سه شنبې په ورځ [30 اګست] په خېبرپښتونخوا کې نهه تنه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د 14 جون راهسې د مړو ټوله شمېره 257 ته رسېدلې ده.

اېن ډي اېم اې ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله په مجموعي ډول 51856 کورونه اغېزمن شوي چې پکې 27109 په مکمله توګه تباه شوي دي، 1589 کلوميټره سړکونه او 84 پلونه هم اغېزمن شوي دي.

څيړونکی شمس مومند وايي، کله چې په ملک کې مشران تر وزیراعظم په څوکۍ پاتې شوي کسان د يو بل سره سلام نه کوي او په دومره غټ ازمېښت کې د يو بل سره نه ودريږي نو په داسې کې هيڅ خېر نه شي کېدی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "په پاکستان کې يواځې سياسي نعرې وهل کیږي هر يو سړی خپله دعوه کوي چې ما دومره ډېر کار وکړو، بله دا چې وزیراعظم راځي نو وزیراعلا یې څنګ ته نه ورځي خپلې مسلې ورته نه وړاندې کوي، نو دا خو ساده خبره ده چې په بې اتفاقۍ کې چرته هم خېر نشته".

څيړونکې خبرياله فرزانه علي وايي، صوبايي او مرکزي حکومت نه يواځې ځان ځانله لګيا دي بلکې د يو بل خلاف سياسي بيانونه هم ورکوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند کې ډېر تاوانونه شوي دي، لکه نن وزیراعظم او وزیراعلا دواړه کوهستان ته تللي خو جدا جدا تللي دي، پکار ده چې د سېلاب ځپلو دپاره دوی يو شي کنه د دې ټول تاوان به قوم ته رسي.

په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند قايمقام ګورنر مشتاق غني وايي، ګوند يې په څو ساعتونو کې د پينځه اربه روپو نه زیاتې چندې راټولې کړي صوبه به خپل صلاحيتونه په کار راولي چې د خلکو مرستې او بحالي وکړي خو صوبه د مرکز اکايي ده او که مرکز ورته حق نه ورکوي په زور به يې ترې اخلي.

خو نن وزیراعظم شهباز شريف په سوات کې وويل، مرکزي حکومت تراوسه پورې 28 اربه روپۍ د اېن ډي اېم اې د لارې ورکړي، 25000 روپۍ به هرې کورنۍ ته ورکول کيږي، اود مړ شوي تن کورنۍ ته به 1000000 روپۍ ورکول کيږي.

هغه وويل، اوس داسې ويل کيږي چې تاوان نور ډېر شوی دی دوی د فصلونو او نورو تاوانونو جايزه اخلي.

شهباز شريف زياته کړه حکومت د سيند صوبې دپاره 15 اربه روپۍ او بلوچستان دپاره 10 اربه روپۍ اعلان کړي او هغه نن د خېبرپښتونخوا حکومت دپاره هم د 10اربه روپو ورکولو اعلان وکړو.

نن د خېبرپښتونخوا د بيا بحالۍ محکمې ویلي، صوبايي حکومت د سېلاب نه اغېزمنو ضلعو بر او کوز کوهستان، بره او کوز چترال، چارسده، لکي مروت، کرک، ډېره اسماعيل خان، صوابۍ، ټانک، شانګله، بر او کوز دير، ملاکنډ، نوښار او پېښور کې بېړني حالت تر 30 ستمبر پورې غځولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG