د پاکستان د بیلسټیک توغندیو د پروګرام په اړه، په ملي دفاعي کمپلیکس او درېوؤ شخصي کمپنیو باندې د امریکا لخوا د بندیزونو له اعلان وروسته، دا پوښتنه راپورته شوې چې امریکا د کومو علتونو په اساس دا بندیزونه لګوي.
کارپوهان وايي چې د پاکستان هغه توغندي چې امریکا یې په اړه اندېښمنه ده، ډېر وخت مخکې جوړ شوي او اوس په چمتوحالت کې دي.
ځینې کارپوهان باور لري چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکا دلچسپي نه ده پاتې شوې او اوس په سیمه کې د هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.
د دې بندیزونو په اړه ویل کېږي چې تر ټولو مهمې اغېزمنه شوې کمپني د پاکستان ملي دفاعي کمپلیکس (NDC) ده، چې د دې پروګرام لپاره تر ټولو مهم رول پغاړه لري. ورسره نورې شخصي کمپنۍ لکه ایفیلی ایټس انټرنیشنل، اختر اېنډ سنز پرایویټ لمیټډ، او راک سائیډ انټرپرایز هم شاملې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بندیزونه په پراخه کچه د ویجاړونکو وسلو او د هغې د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتیو ملر، ویلي چې امریکا به د وسلو د خورېدو او اړوندو اندېښمنو فعالیتونو خلاف خپل ګامونه جاري وساتي.
دغه بندیزونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د امریکې صدر جوبایډن خپله دوره پای ته رسوي، او یوه میاشت وروسته نوی صدر ډونالډ ټرمپ، خپل منصب سمبالوي.
پر پاکستان د بندیزونو دلیل څه دی؟
د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ کې د اتومي وسلو او کنټرول په برخه کې څېړونکې غزاله یاسمین جلیل وي اوې اې اردو ته ویلي، د پاکستان د توغندیو پروګرام اړوند کمپنیو باندې د بندیزونو یو واحد دلیل نشته، بلکې بېلابېل لاملونه دي.
د هغې په وینا، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، امریکا پاکستان ته د مهم ملګري په سترګه نه ګوري، او د چین په وړاندې د هند سره خپل اتحاد ته وده ورکوي.
د کارپوهانو نظرونه
دفاعي کارپوهه بریګېډیر ریټایرډ حارث نواز د امریکا دا پرېکړه "تعصب" ګڼي. د هغه په وینا، د پاکستان دفاعي سیسټم او میزایل په خپلواکه توګه جوړ شوي دي او د نړیوالو ادارو، لکه د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA)، سره په اړیکه کې دي.
هغه وايي، د پاکستان په اتومي پروګرام کې هېڅ ډول لیک یا افشار کېدل نه دي ثابت شوي، خو د هند په اړه بیا بېلابېل شکایتونه مخې ته راغلي دي.
بریګېډیر حارث زیاتوي چې امریکا هند ته د نورو هېوادونو نه د ټیکنالوجۍ اخیستلو اجازه ورکړې ده، چې دا سیمهییز ثبات لپاره خطرناک کېدای شي.
د امریکا نظر
د امریکا د ملي امنیت مرستیال مشیر، جون فاینر د زیارت په ورځ واشنګټن کې په کارینګي انډاومنټ فار پیس انسټي ټيوټ کې د وینا په مهال ویلي، چې پاکستان تر اوږدې فاصلې د وار کوونکي داسې میزایلو توان ترلاسه کوي چې هغه به د جنوبي ایشیا په ګډون د امریکا دننه هم خپل هدف ویشتلی شي.
د امریکې له لوري د پاکستان د میزایلي پروګرام په اړه په پرله پسې اندېښنو دفاعي تجزیه نګار لیفټننټ جنرال نعیم خالد لودهي وایي د امریکا بندیزونه ښیي چې څه خفګان شته.
پاکستان به څه وکړي؟
د نعیم خالد لودهي په وینا، پاکستان د لویو هېوادونو سره جګړه نه شي کولی، خو د خپلو ملي ګټو لپاره اړین ګامونه اخیستلی شي، دا مهال چې څه ښکاري هغه دا دي چې امریکا پاکستان ته غوضه ده خو ددې غوصې د وجوهاتو په اړه لا اوس څه نه شي ویل کیدای.
څېړونکی سید محمد علي وایي د پاکستان څخه له اټومي خوندیتوب یا امنیت اؤ خورېدو په اړه څه ګېلې نه شته اؤ پاکستان هیله لري چې د صدر باییډن له تګ وروسته به نوی راتلونکی امریکایي حکومت ددې بندیزونو جاج واخلي اؤ خپلې فیصلې ته به بیا کتنه وکړي.
څېړونکی ډاکټر قمر چیمه وایي په کومه سرکاري کمپنۍ بندیزونه لګول دې خبرې ته اشاره ده چې څوک په تا د فشار راوړلو هڅه کوي، هر څو که پاکستان د کوم هیواد پرضد عزایم نه لري خو امریکا نه غواړي چې سیمه کې دې پاکستان په دې پروګرام کې نور پیاوړی شي اؤ د اوږدې فاصلې پورې ویشتل کېدونکي میزایل دې تیار کړي.
د بندیزونو اغېز به څه وي؟
څېړونکې غزاله یاسمین وايي چې د امریکا بندیزونه به د پاکستان راتلونکي پروګرامونو ته یو څه ستونزې جوړې کړي، خو هغه میزایل چې مخکې جوړ شوي دي، هغسې به پاتې وي.
د کارپوهانو په وینا، که د امریکا ټیکنالوجي لاسرسی ونه لري، پاکستان کولی شي د نورو هېوادونو سره اړیکه ونیسي.
د پاکستان د توغندیو وړتیا
پاکستان د اوږدې فاصلې ویشتونکي میزایل لکه شاهین-۳ لري چې ۲۷۵۰ کیلومتره فاصله وهلی شي. د دې ترڅنګ، کروز توغندي لکه بابُر هم لري چې د ځمکې او سمندر دواړو نه اهداف په نښه کولی شي.
( د وې او اې اردو په مننه)
Forum