لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د چين او روس ګډ پوځي مشقونه د دواړو هېوادونو د ژورواړيکو څرګندونه کوي



د زيارت په ورځ د روس د دفاع وزارت اعلان کړی چې ناردرن انټرايکشن 2023 مشقونه د جاپان په سمندر کې پيل شوي او د اتوار دورځې پورې به روان وي
د زيارت په ورځ د روس د دفاع وزارت اعلان کړی چې ناردرن انټرايکشن 2023 مشقونه د جاپان په سمندر کې پيل شوي او د اتوار دورځې پورې به روان وي

د اوکرين جنګ د تودېدو سره سم د جاپان په سمندر کې د چين او روس ګډ پوځي مشقونه د څېړونکو په نظر د دواړو هېوادونو د ژورو پوځي تعلقاتو څرک هم رامخ ته کوي.

دا مشقونه لا تمرينونه د هغې هڅو برخه ده چې دواړه هېوادونه پرې په سيمه کې د امريکا او د امريکې د ملګرو د زياتېدونکې همکارۍ مخه ونيسي.

د سيمې د چارو څېړونکی او د انټرنيشنل کرېسچن پوهنتون کارپوه سټېفن نيګي وي او ای ته ويلي “روس او چين کوښښ کوي جاپان اوامريکا ته پيغام ورکړي چې دوی په سيمه کې د نيټو سره په همکارۍ خوښ نه دي او دا ثابتول غواړي چې چين او روس هم د يو بل سره دهمکارۍ دغې کچې ته رسېدلی شي”.

نيګي وايي دا مشقونه د روس د ځان ثابتولو يوه هڅه هم ده چې وښايي دا استعداد لري په شرقي محاذ جنګونه هم وګالي او په انډوپسېفېک سيمه کې د چين په همکارۍ امريکا د فشار لاندې راوړي.

هغه وايي “دوی غواړي چې وښايي د چين سره اوس هم لاس ورکولی شي او په خصوصي توګه د جاپان په پوشتۍ کې غټ اړی ګړیجوړولی شي”.

د زيارت په ورځ د روس د دفاع وزارت اعلان کړی چې ناردرن انټرايکشن 2023 مشقونه د جاپان په سمندر کې پيل شوي او د اتوار دورځې پورې به روان وي.

وزارت ويلي د دې تر څنګ چې د توپخانې استعمال به روان وي بلکې په مشقونو کې به د سب ميرين ضد او بحري ځواک جنګي تمرينونههم شامل وي.

د وزارت د بيان تر مخه د مشقونو مقصد د دواړو هېوادونو ترمنځ بحري همکاري مظبوطول او په ايشيا پيسفېک کې د امن ټينګول اواستحکام ساتل دي.

روس او چين دواړو ويلي په مشقونو کې د لسو نه زياتې بحري بېړۍ او د دېرشو نه زياتې پوځي الوتکې برخه اخلي.

د چين د سرکاري ميډيا ګلوبل ټايمز مطابق دا وړومبی ځل دی چې د چين په مشرۍ کې دواړه هېوادونه يو ځای بحري او هوايي مشقونهکوي.

ناردرن انټرايکشن 2023 د جاپان په سمندر کې وړومبنی ګډ پوځي مشق دی چې دې کال کيږي خو د انټرنيشنل انسټيټيوټ فارسټرټيجېک سټډيز مطابق روس او چين تېر کال د جاپان او په ختيځ چينايي سمندر کې کم نه کم پينځه مشقونه کړي دي.

دا اعلان په داسې وخت شوی چې د امريکا، جاپان او سويلي کوريا ترمنځ د جاپان په سمندر کې دې اوونۍ د ميزايلو د دفاع ګډ مشقونهشوي چې د شمالي کوريا ايټمي او ميزايلي هلو ځلو ته ځواب دی.

د چين پوځي تبصره کونکی سانګ ژونګپېنګ وايي “د چين او روس مشقونه به دفاعي، ضد ميزايل، ضد سب ميرين او ضد بحري بېړۍ بڼهولري”. هغه ګڼي د مشقونو وروستو کېدلی شي روس او چين ګډې سمندري او هوايي ګشتونه/ګزمې هم وکړي.

د جاپان د سمندر ګېر چاپېره سمندري لارې د روس او چين د بحري ځواکونو د پاره مهمې دي او ښاغلی سانګ وايي چې روس او چين له پکار ده چې وښايي د درېو هېوادونو اتحاد د دې دواړو هېوادونو هغلته د شتون او د دغې مهمو لارو امنيت ته ننګونه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG