لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څيړونکو نظر: 2024م کال د پاکستان دپاره په کومو حوالو ډېر مهم دی؟


د پاکستان د پوځ مشر د 2023م کال په ختمېدو او نوي کال 2024م په پېل کېدو پېغام کې د داخلي او خارجي حوالو د اهمیت ويلي دي
د پاکستان د پوځ مشر د 2023م کال په ختمېدو او نوي کال 2024م په پېل کېدو پېغام کې د داخلي او خارجي حوالو د اهمیت ويلي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، "2023م د چېلنجونو کال وو خو پای ته ورسېد، 2024م کال د پاکستان دپاره په داخلي او خارجي حوالو مهم کال دی".

څيړونکي وايي، پاکستان ته په دې نوي کال کې څو مهم چېلنجونه مخې ته دي په هغې کې انتخابات، نوی حکومت جوړېدل، امنیت، اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پاليسي شامله ده.

د پاکستان د پوځ مشر د 2023م کال په ختمېدو او نوي کال 2024م په پېل کېدو پېغام کې د داخلي او خارجي حوالو د اهمیت ويلي دي.

انتخابات

پاکستان کې د دفاعي چارو کار پوهه پخواني بريګيډيير سعد محمد وايي، د پاکستان دپاره به دا نوی کال يو مشکل کال وي، يو غټ مهمه مسله انتخابات دي، د اقتصاد مسله ده او د امنيت په باب به کوم غټ اقدام اوچتول وي خو نه ښکاري چې کوم لوی بدلون به راشي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "ډېر مشکل کال راروان دی په دې کې به ډېرې مهمې فېصلې کيږي، تر ټولو مهم راتلونکي انتخابات دي، د پاکستان په راتلونکي به یې کوم سياسي اثرات وي؟ کوم ګوند به په واک کې راځي؟ خلک به پوښتنې راولاړوي".

امنیت او افغانستان سره اړيکې

سعد محمد وايي، "زما خيال نه دی چې په دې (امنیت) کې فی الحال افغان حکومت پکې تعاون ته تيار دی زه ګورم چې په دې کال کې به هم داسې معاملات روان وي تر څو پورې چې پاکستان په دې کوم لوی اقدام نه وي اخستی چې د دې علاج وکړي، زه نه ګورم چې امنیت کې به په لویه پېمانه تبديلي راشي، دا ډېر لوی چېلنج دی".

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر پروفېسر فېض الله جان وايي، هغه نه وينې چې پاکستان کې به په دې نوي کال کوم نوی بدلون راشي "ځکه چې د پاکستان داخلي او خارجي مسلې د يو کال او دوو کالو مسلې نه دي هغه د تېرو لسيزو يا 40 کالو مسلې دي بدلون پکې زه په دې نه وينم چې دا ټولې مسلې د پاکستان د خارجي او داخلي پاليسيانو سره تړلي دي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "لکه د مثال په توګه تراوسه پورې پاکستان نه ده واضحه کړې چې د ترهګرۍ او بنسټ پالۍ په حوالې سره چې د دوی د نن نه لس کاله يا شل کاله مخکې کومه پاليسي وه هغه دوی اوس پرېښودې ده که نه ده پرېښودې".

"يو نوی څيز پکې دا راغلی دی چې د افغانستان په حوالې سره پاکستان يوه بدله پاليسي لرله خو بيا چې کله انقلاب ثور راغلو د هغې نه پس پکې د جهاد په نوم جنګ شروع کړی شو نو هغه وخت د افغانستان په حوالې سره د پاکستان يوه نوې واضحه پاليسي مخې ته راغله او هغه دا وه چې په افغانستان کې دننه د پاکستان سټرټيجک ډيپټ ولټوي او د هغې وخت نه تراوسه پورې پاکستان په هغه پاليسۍ پسې لګېدلی دی، افغانستان ته د ګاونډي نه بلکې د يو داسې وطن په نظر ګوري چې خپل سټريجيکې ګټې پکې ګوري".

د پاکستان په افغانستان تورونه

پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.

د پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.

پاکستان ته د اقتصاد مسله

سعد محمد وايي، "د پاکستان معاشي حالاتو کې په عارضي توګه يو څه ښه والی راغلی دی خو د دې به علاج کول غواړي، د آی اېم اېف سره به څنګه مذکرات کول وي؟، په هغې کې به د امريکې څه رول وي؟، داسې پاکستان د نورو ملکونو سعودي عرب، کوېت او متحده عرب اماراتو سره د پانګونې لوظنامې کړي دي، نوی حکومت چې راشې هغه به ورته څنګه ګوري؟".

نوموړي زياته کړه، "د سي پېک به څه کيږي؟ د امریکې په هغې اعتراضات دي نو زما په خيال دا يو ډېر مشکل کال را روان دی په دې کې به ډېرې اهمې فېصلې کيږي، پاکستان به په کومه مخه ځي د هغې به پته لګي".

په اسلام اباد کې د ساينس او ټېکنالوجۍ نيشنل پوهنتون کې د نړیوالو چارو کارپوهه استاده فرح ناز وايي، د پوځ مشر ښکاره ویلې چې پوځ او ولس به يو ځای وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل،"په تېر کال کې پاکستان د اقتصادي بدامنۍ نه تېرېدو او په هغې کې پوځ يو مهم کردار ادا کړی دی او په راتلونکې کې هم دعوه کوي چې پوځ به پاکستان ته په ورپېښو مشکلاتو کې د خپل ولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي".

هغې زياته کړه، " د پوځ مشر په خپل بيان کې ښکاره ويلي چې مونږ د افغانستان سره ښه تعلقات غواړو خو د دې تعلقاتو ګراونډ د دې نه بغېر ممکن نه دی افغانستان ته به د پاکستان خلاف خپله خاوره کارول ودرول وي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (31م دسمبر 2023م) خبریالانو سره په خبرو کې دعوه کړې، د 2021م کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته، په دغه هیواد کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.

پاکستان د طالبانو د دفاع وزیر بيان ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ویلي.

د وزیراعظم بيان

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نوي کال پيل کېدو په پيغام کې ويلي، نوی کال به د پاکستان دپاره د پرمختيا او خوشالۍ زېری راوړي.

د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه نوموړي ويلي، "د نوي کال په پيل کې په اقتصادي حالاتو کې د ښه والي، ترهګرۍ د خاتمې او ولس د تکليفونو په کمولو کې د خپل حکومت د عزم ژمنه کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG