لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان مخالف بېلتون خوښی کشمیري رهنما په اسلام اباد کې وژل شوی


د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې وخت په وخت د هندي خواکونو او د وسله والو ترمنځ د جګړو رپورټونه مخې ته راځي
د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې وخت په وخت د هندي خواکونو او د وسله والو ترمنځ د جګړو رپورټونه مخې ته راځي

د هندوستان د انتظام لاندې د کشمیر بېلتون خوښی رهنما امتیاز عالم په اسلام کې وژل شوی او پولیس وايي تحقیقات دوام لري چې ایا هغه په ذاي دښمنۍ کې او که په هدفي حمله کې وژل شوی دی.

د هندوستان حکومت امتیاز عالم د حزب المجاهدین، لښکر طیبه او د نورو وسله والو ډلو سره د تړلی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اسلام اباد پولیس اېس پي جهاګیر وټوو وویل امتیاز عالم د ګل، دوشنبې، د ماښام لمونځ نه پس کور ته روان و چې په کهنه پول علاقه کې په موټرسایکل سورو دوو کسانو ودرولو، تصدیق يې وکړو چې هغه امتیاز عالم دی او بیا يې پې ډزې وکړې او و يې وژلو. هغه د نهې، سه شنبې، په ورځ خاور ته ورسپارل شو.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې د بل کشميري رهنما عبدالحمید لون له قوله وايي چې امتیاز عالم ته د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، نه خطره وه.

پولیس وویل امتیاز عالم د تېرو لسو کلونو راهسې په اسلام اباد کې اوسېدو.

د وي او ای اردو د رپورټ نه دا نه معلومېږي چې د امتیاز تعلق د کومې ډلې سره.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې مامورینو ویلي د امتیاز عالم اصلي نوم بشیر احمد پير و او د کپواړه ضلعې رهایشي و.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر په مرکزي ښار سري نګر کې د وایس اف امریکې نماینده یوسف جمیل ترمخه بشیر احمد چې عرف يې امتیاز عالم او حاجي پير هم و د کپواړه ضلعې د سرحدي کلي بابر پوره اوسېدونکی و.

د هندوستان حکومت هغه په مبینه توګه په غیر قانوني هلو ځول کې د ککړتیا په سر دهشت ګرد ټاکلی و.

هغه د ترهګر ټاکلو په اړه د هندوستان داخله وزارت په خپل نوټېفېکېشن یا بیان کې وویل چې بشیر احمد پپر عرف امتیاز عالم به د حزب المجاهدین، لښکر طيبه او د نورو وسله والو تنظیمونو چارې په وړاندې بوتلو کې مرسته کوله.

په هغه دا الزام هم وو چې د ۲۰۱۹ د می په ۲۳ نېټه په کشمیر کې د القاعده څانګې انصار غزوات الهند چیف کمانډر ذاکر موسا په قتل کې يې لاس لرلو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په ۲۰۱۷ کې هغه پاکستان پلوه حزب المجاهدین تنظیم پرېښودلو او د خلافت او د شرعي نظام د نفاذ غوښتنه یې شروع کړه.

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د وي او ای نمایند یوسف جمیل ترمخه په کپواړه کې د بشیر احمد پير خلاف یو شمېر کېسونه درج شوي و چې په ځینو کې پکې تحقیقات مکمل کړی شوي وو.

په یو بیان کې عبدالحمید لون د امتیاز عالم په وژل کېدو د افسوس اظهار وکړو.

لون دعوه وکړه چې امتیاز عالم ته د ټي ټي پي نه خطره وه او په دې لړ کې پاکستاني امنیتي ادارو د کشمیر ځینې رهنما خبر کړي وو.

هغه د امتیاز عالم په قتل کې په هندوستان د ککړتیا الزام ولګولو. په دې اړه د هندوستان د دریځ په اړه د وي او ای په رپورټ کې څه نه وو وېل شوي.

یادونه: د دې خبر معلومات په اسلام اباد کې د وي او ای اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG