د پاکستان قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا نه په سوشل میډیا خپور شوو پوسټونو کې یو شمیر اولسي خلکو ادعا کړې، حکومتي چارواکي د جمې په ورځ (نن) په ډېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد جلسې لپاره خلک تګ ته مجبوروي.
د دغو خبرونو پخلی د کرمې قبایلي سېمې یو ځوان وي او ای ډیوه ته په روانه خپرونه کې د نامې نه ښودلو په شرط څه داسې کړی.
په دي ايي خان کې د جمعې په ورځ کیدونکې دغه جلسې له ٫٫ پاکستان زنده باد٬٬ نامه ورکړی شوی.
د کرمې اېجنسې دغه ځوان وايي خلکو ته ویل شوي چې جلسې ته د تګ په وخت به ٫٫ منظور پشتین مرده باد او حکومت زنده باد٬٬ شعارونه پورته کوي.
د دغه خبرې پخلي لپاره چې کله وي او ای ډیوه د پولټیکل انتظامې دفتر ته ټېلېفون وکړو نو اپرېټر په ځواب کې وویل ٫٫ صیب ټیکاله خوړلې او اوس بهر په واک وتلی.٬٬
کله چې د اپریېټر نه پوښتنه وشوه چې طارق حسن صیب موباېل لري نو د هغه ځواب وو ٫٫ زه نه یم خبر خو اکثره په دې خبرې کوي. چې راشي تاسو ته به ځه زنګ اوهم.٬٬
خو د دې رپوټ خپریدو پورې لا دغه ټېلېفون نه دی راغلی.
د وزیرستان یو بل ځوان بیا د وي او ای ډیوه په فېس بک په یو پېغام کې لیکلي ٫٫ د پاکستان پوځ نن ځايي سکولونو ماشومانو ته امر کړی چې کوم ماشومان سبا د ډي ايي خان او بنو جلسې نه پاتې شول نو دغه ټول به د سکولونو نه وېستل کیږي.٬٬ دغه ځوان غوښتنه کوي چې دغه خبره په میډیا وړاندې کړۍ.
یو بل پښتون عبدالله ننګیال په ټوېټر بیا لیکلي چې د دره ادم خیل پوځي مشر امر کړی دی چې د کوېلې د درنګونو مالکان دې سبا د ډي ايي خان جلسې لپاره پېنځه پېنځه ګاډي د خلکو ډک ولیږي ګنې د دوي درنګونه به وتړل شي او جرمانه به ترې هم اخستل کیږي.
د دغه ټویټ ترمخه دغه پوځي مشر دا هم ویلي چې په هر ګاډي دې د پاکستان شنه جنډه یا بیرغ ولږول شي.
په اتم اپریل په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې نه وړاندې د پوځ په پلوۍپه پېښور، مردان، کوز دیر، بره دیر، مومندو اېجنسې او یو شمیر نورو ښارونو کې هم دغه شان لاریونونه وېستل شوي وو او پکې تور لګول شوی و چې د منظور پشتین تحریک ته د افغانستان اؤ هند ملاتړ ترلاسه دی.
تیره اونې په کرمه ایجنسۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په ضد یو لاریون کې شاملو په لسګونو خلکو د” پاکستان زنده باد” اؤ” پاک پوځ پائنده “باد شعارونه ورکول او د دغه لاریون مشرانو پخپلو وینا ګانو کې تور ولګولو چې دمنظور پشتین پښتون تحفظ موومنټ سره د بهر نه مرستې کیږي اؤ غواړي چې پاکستان کې د پوځ په ضد دخلکو نفرت پیدا کړي.
خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي هغوئ هیڅکله په دغو منفي پروپیګنډو څوک خپل هدف نه ته له رسیدو نه شي منعې کولی. د غورځنګ یو مشر علي وزیر د دوي پرضد روانو لاریونونو ته د وي او ای ډیوه په خپرونه کې خپل ځواب داسې ورکړی.
په سوشل میډیا زیاتره فعالین تورونه لګوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ضد کیدونکي لاریونونه دپوځ اؤ استخباراتي په وینا کیږي اؤ پوځ غواړي چې په هر صورت پښتنو کې دخپلو حقونو دپاره دبیدار شوي شعور مخه ونیسي.