لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سي ټي ډي په ټانک او ډېره اسماعيل خان کې د يو مهم ترهګر د وژلو او بل د نيولو دعوه کړې


پولیس ویلي د وژل شوي تن د ولکې نه وسله او نور چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي خو د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د نقصان په اړه یې څه نه دي ویل شوي

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو [سي ټي ډي] او نورو امنیتي ادارو په ټانک او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې عملیات کړي چې پکې يې د تحریک طالبان پاکستان د یو ترهګر وژلو او بل مهم ترهګر د نیولو دعوه کړې ده.

د تر هګرۍ ضد پوليسو ويلي، د ډیره اسماعیل خان په کلاچي تحصیل مډي سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې د علاقې پوليس، د سي ټي ډي اهلکار او نور امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او له وسله والو یې ګېره چاپیره کړه نو وسله والو پرې ډزې پېل کړې او د ډزو په تبادله کې یومبینه ترهګر غفور احمد ووژل شو چې تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې سره وو.

په بیان کې ویل شوي وژل شوي ترهګر په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ و او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو.

پولیس ویلي د وژل شوي تن د ولکې نه وسله او نور چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي خو د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د نقصان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ويل شوي نور عمليات په ټانک ضلع کې شوي او د تحریک طالبان پاکستان مهم ترهګر نیول شوی دی.

د دوی په وینا دا تن د جنوبي وزیرستان سړک د پاڅه خرګۍ چيک پوسټ څخه نیول شوی دا تر هغه وروسته چې امنیتي ادارو ته د هغه پوره مالومات تر لاسه شوي وو.

د سي ټي ډي بیان د نیول شوي تن پیژندګلو ګل یوسف په نوم کړې چې د لاقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي سجنا محسود ګروپ سره يې تړاو لرلو او د بره جنوبي وزیرستان جګملایی سیمې اوسېدونکی دی.

سي ټي ډي ویلي هغه د کرنل مجیب الرحمن، کیپټن سکندر سهیل د وژلو، د کلاچي د پولیسو د موبایل د چاودنې په ګډون د ترهګرۍ په ګڼو مقدمو کې مطلوب وو.

په 18 دسمبر د ډېره اسماعيل خان سره نزدې په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په بنو کې د ترهګرۍ د پېښو په سختۍ غندنه کړې او ويلي يې وو چې په ملک کې د ترهګرۍ او ګډوډۍ جوړوونکو نوغی به اوباسي.

شهباز شريف ويلي وو، ریاست به د کومې ترهګرې ډلې يا تنظيم په وړاندې ټيټ نه شي، د ترهګرو مخنيوي به د ايين او قانون د لارې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG