لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: د غربت او لوږي له امله ځينې افغانان خپل بچي خرڅوي 


د ورلډ وېژن ايډ ارګنايزيشن اېن افغانستان مشره اسونتا چارلز وايي “په دې هېواد کې حالات په خرابېدو دي او په خاصه توګه ماشومان ډېر اغېزمن شوي”. ياد تنظيم د هرات ښار سره نزدې د بې کوره شوو خلکو د پاره هسپتال چلوي
د ورلډ وېژن ايډ ارګنايزيشن اېن افغانستان مشره اسونتا چارلز وايي “په دې هېواد کې حالات په خرابېدو دي او په خاصه توګه ماشومان ډېر اغېزمن شوي”. ياد تنظيم د هرات ښار سره نزدې د بې کوره شوو خلکو د پاره هسپتال چلوي

د خټو ګټو جوړو کورونو په يوه لويه ابادۍ که يو خوا خلکو د وچکالۍ او جنګ نه پناه اخېستلې ده نو بلخوا يوه مور هڅه کوي چې څنګه د خپلې ماشومې لور ژوند وژغوري چې پلار يې د مجبورۍ دلاسه خرڅه کړې ده.

دغه حال اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په افغانستان کې د ورستي حالاتو په اړه په خپل یو رپورټ کې بیان کړی دی او هغه مشکلات څرګندوي چې افغانان ورسره دا مهال مخامخ دي.

د افغانستان په شيدايي کېمپ کې د وړاندې ذکر شوي مېرمن، چې ای پي په خپل رپورټ کې د عزيز ګل په نامه یاده کړې ده، خاوند یې د دوی لس کلنه لور خرڅه کړه او وروسته به واده کړی شي.

د عزیز ګل خاوند د لور د خرڅولو خبره هغې ته نه وه کړې او د لور د خرڅولو څه پېسې یې پېشګي اخېستي دي چې د پينځو بچو کورنۍ ته خوراک واخلي.

ای پي وايي د عزیز ګل خاوند هغې ته وویلکه يو بچی يې د نورو بچو د پاره قرباني کړی نوی نو ټول به د لوږې مړه کېدل.

رپورټ وايي د افغانستان په وارخطا ولس کې ډېر داسې خلک دي چې د غربت له امله دغه ډول ګامونه اخلي.

ای پي وايي د تنکو جينکو ودونه په سيمه کې رواج دی چې پکې د هلک کور د سودا په توګه د جينۍ کور ته پيسې ورکړي او دغسې رشته پخه شي. په عامه توګه تنکۍ ورکړل شوې جينۍ د پينځلس کلنۍ پورې د پلار په کور وي.

ډېر داسې خلک دي چې ډوډۍ قدرې نه مومي نو مجبور دي چې تنکۍ جينکۍ واده کړي او تر دې هم خبره لاړه شي چې په ځينې ځايونو کې خلک د ځامنو خرڅولو ته تيار شي. هلکان هغه څوک په بيه اخلي چې په کور کې نارينه بچي نه لري.

عزيز ګل بيا هم د نرواکۍ په ټولنه کې لګيا ده مقابله کوي او وايي هغه به ځان ووژني که لور قندي ګله يې چا په ماشومتوب واده کړه. هغه په خپله په پينځلس کلنې کې واده شوې وه.

هغه مور چې قندي ګله يې په خوا کې ولاړه وه وايي “چې کله راته خاوند وويل قندي ګله يې خرڅه کړې نو ساه مې بنده شوه. ارمان مې وکړو چې په دغه وخت مړه وی خو خدای به نه غوښتل چې مړه شم”.

عزيز ګل خپل ورور او د کلي سپين دروبي راټول کړه او د قندي طلاق يې په دې شرط واخست چې د هغې په سر اخستل شوې 100,000 افغانۍ به بيرته ورکوي خو د هغې سره پيسې نشته.

د هغې خاوند د دې ويرې تښتېدلی چې چرته عزيز ګل دا حالت چارواکو ته ښکاره نه کړي ځکه چې د طالبانو حکومت تازه تازه په زور د ودونو کوول منع کړي دي.

ګل وايي هغه هيڅ نه شي ويلی چې د خپل 21 کلن زوم کورنۍ به تر څو پورې د ځان نه په ډډه وساتي ځکه دوی يې قرضداري دي.

د کيمپ په يوه بله برخه کې د څلورو بچو پلار حميد عبدالله لګيا دی خپلې تنکۍ لوڼه د واده د پاره خرڅوي ځکه ښځه يې سخته ناروغه ده او پينځم ماشوم يې هم په ګېډه دی.

هغه وايي کوم قرض پور چې يې د ښځې د درملنې د پاره کړی اوس د هغې بيرته د ورکولو توان نه لري، وايي درې کاله وړاندې يې د خپلې اووه کلنې لور حوشران په سر د اتلس کلن زوم د کورنۍ نه پيسې واخستلې.

ای پي وايي کومې کورنۍ چې حوشران اخستلې ده به تر هغه وخته انتظار کوي تر څو حوشران پېغله شي او د ټولو پيسو خبره سپينه شي نو بيا کولی شي هغه خپل کور ته بوځي.

خو عبدالله ته اوس پيسې پکار دي نو ځکه لګيا خپله دويمه شپږ کلنه لور نازيه د 20,000 نه د 30,000 افغانو پورې د خرڅولو کوښښ کوي او وايي “مونږ ډوډۍ نه مومو او نه د ښځې د علاج پيسې لرم”.

د ای پي رپورټ وايي د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واک اخستلو په وخت هم په بهرني امداد اډاڼه و خو امريکا او نيټو ځواکونو په منډه د وتلو وروستو حالات نور کړکېچن شوي.

نړيوالې ټولنې په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي ځکه څوک هم نه غواړي د طالبانو سره روزګار وکړي او د دې غټه وجه د طالبانو شل کاله مخکې کړې د ظلم او زورواکۍ واکمني ده.

خو پايلې يې د يو داسې هېواد د پاره ښې نه دي چې جنګ ځپلی وي، وچکالي وي او د پاسه پرې د کرونا وايرس وبا هم وي.

سرکاري کارمندانو ته د مياشتو راهسې معاش نه ورکول کيږي، لوږه غريبانان ډېر اغېزمن کوي او امدادي تنظيمونه وايي د افغانستان د نيمې نه زياته ابادي د خوراک د کمي سره مخ ده.

د ورلډ وېژن ايډ ارګنايزيشن اېن افغانستان مشره اسونتا چارلز وايي “په دې هېواد کې حالات په خرابېدو دي او په خاصه توګه ماشومان ډېر اغېزمن شوي”. ياد تنظيم د هرات ښار سره نزدې د بې کوره شوو خلکو د پاره هسپتال چلوي.

هغه وايي “نن مې زړه مات شو چې ګورم مور پلار د خېټې د پاره خپل بچي خرڅوي چې نوره کورنۍ پرې وساتي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG