لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: د پاکستان په سیاسي اړي ګړي کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي


عمران خان د ګرفتارۍ وروسته په پاکستان کې د سیاسي حالاتو په اړه ای پي وايي په ۲۰۰۷ کې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو نه پس په لومړي ځل په پاکستان کې په دې کچه سیاسي اړی ګړی شوی دی
عمران خان د ګرفتارۍ وروسته په پاکستان کې د سیاسي حالاتو په اړه ای پي وايي په ۲۰۰۷ کې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو نه پس په لومړي ځل په پاکستان کې په دې کچه سیاسي اړی ګړی شوی دی

د عمران خان د ګرفتارۍ وروسته اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په پاکستان کې د دوو ورځو د احتجاجونو په مهال لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او د ۲۰۰۰ نه زیات کسان پولیس ګرفتار کړي دي.

ای پي وايي اته کسان په مظاهرو کې د پولیس او احتجاج کونکو په جګړو کې وژل شوي دي.

د ای پي د رپورټ نه مخکې، چارواکو وي او ای ډیوه ته په پېښور کې چارواکو د دریو، په چکدره کې د یو او په کوټه کې هم د یو تن د وژل کېدو تصدیق کړی و.

د پاکستان مطبوعات وايي د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر مرکزي رهنما هم په ګرفتار کسانو کې شامل دي. په نیول شویو کسانو کې پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قرېشي، د خزانې پخوانی وزیر اسد عمر او پخوانی د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري یادېږي.

عمران خان د ګرفتارۍ وروسته په پاکستان کې د سیاسي حالاتو په اړه ای پي وايي په ۲۰۰۷ کې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو نه پس په لومړي ځل په پاکستان کې په دې کچه سیاسي اړی ګړی شوی دی.

عمران خان د ګرفتارۍ په ضد احتجاجونو کې په حکومتي او پوځي تنصیباتو او ودانیو حملې شوي دي، اورونه لګول شوي دي او وېجاړونکي ګامونه اخیستل شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن ورځ قام ته وېنا کې وویل احتجاکونکي د شرپسندو په نامه یاد کړل او خبرداری يې وکړو چې ورسره به سخت او د قانون سره سم چلند کولی شي.

شهباز شریف وویل د "عمران نیازي" پلویانو د "دښمن" په څېر په پوځي عمارتونو او ودانیو حملې کړي او د ملک خلاف يې د ښمن په شان "ناقابل معافي جرم" کړی دی.

شهبازشریف په عمران خان د نېب د الزاماتو دفاع وکړه او ويې وېل چې د عمران نیازي د کرپش کوټلي ثبوتونه موجود دي.

خپل تقریر کې شهبازشریف خپل پېش رو د عمران خان په ځای د عمران نیازي په نامه یادولو.

شهبازشریف وویل په احتجاجونو کې د تشدد باوجود ولس، پولیس او پوځ د ذمه وارۍ او د زغم مظاهره کړې ده چې د ستایلو وړ خبره ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG