محمد اکرام
افغان چارواکي او ځاېي خلک واېي د پاکستان قباېلي سېمو نه ګڼړ شمیر عرب او د مرکزي آسیا سره تعلق لرونکي تندلاري افغانستان ته راغلي. د هلمند او زابل ایالت چارواکو او د ولاېتي شورا غړو دا خبره منلې چې په وروستیو ورځو کې دغه ایالتونو ته بهر ملکي تندلاري راغلي.
چارواکي واېي د پاکستان قباېلي سېمو کې د پوځي عملیاتوله وجې اوس تندلاري د خپلو کورنیو سره افغانستان کې محفوظ ځایونوته په سفر کولو مجبوره شوي.
افغان چارواکو زیاته کړی د القاعده، دولت اسلامي او اسلامک مومنټ اف ازبکستان د غړو په شمول نژدی ۴۰۰ کورنۍ د دسمبر میاشت کې افغانستان ته اووختي چې پکې ګڼړ شمیر غزني، هلمند، زابل او فراح ایالتونو کې د خلکو سره دیره دي. پدی اړه نور حال د ډیوه خبریال کمال سادات نه اوریدې شۍ.