د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار او د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي مشر] لفټننټ جنرل نديم انجم په شريکه خبري غونډې ته په وېنا کې د صحافي ارشد شریف د وژنې د پېښې په اړه تفصیلي خبري غونډه وکړه او د پوځ وياند وويل، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي.
بابر افتخار وويل، "حکومت ته يې خواست کړی چې د ارشد شريف د وژنې په پلټنو کې دې د ARY چېنل مشر [چيف اېګزېکټيو] سلمان اقبال شامل کړی شي او بیرته دې ملک ته راوستل شي".
د ارشد شريف د وژنې پېښه
پاکستانی خبريال ارشد شريف د 23 اکتوبر په شپه په کينيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.
د پوځ وياند وويل، "کله چې د سايفر معامله مخې ته راوستل شوه ارشد شريف پرې ډېر پروګرامونه کړي، د هغه وخت د وزیراعظم [عمران خان] سره يې څو ملاقاتونه او پروګرامونه کړي او ښښي چې هغه ته سايفر هم ښکاره کړی شوی وو، د سايفر او ارشد شريف د مړینې د پېښې په تړاو د واقعاتو حقايقو ته رسېدل ډېر ضروري دي ځکه چې په دې لړ کې څه قسمه ابهام پاتې نه شي او قوم ته ریښتيا وويل شي".
سايفر يا سفارتي مراسله
سايفر هغه سفارتي مراسله ده چې په اړه يې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی عمران خان وايي د دې دلاې ورته معلومه شوه چې امریکا په مبینه توګه هغه د حکومت نه لېرې کول غواړي. خو امریکا او د پاکستان حکومت په کلکه د عمران خان دغه تور رد کړی چې ګنې د هغه پرضد کوم سازش شوی يا امریکا کوم سازش کړی وو.
بابر افتخار وويل، "د سايفر په اړوند د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په 11 مارچ په کامره کې د مخکني وزیراعظم سره خبرې کړې وې چې دا دومره غټه خبره نه ده خو زمونږ دپاره دا حېرانوونکې وه چې کله په 27 مارچ د اسلام اباد په جلسه کې د کاغذ ټکړه ښکاره کړی شوی او په ډرامايي اندازه کې د يوې داسې بيانيې وړاندې کولو هڅه وشوه چې د حقيقت سره يې د لرې لرې پورې تعلق نه وو. په دغه اړوند ډېر بحث شوی او هر څه ښکاره شوي چې څنګه د پاکستان د سفير رايې د خپل سياسي مقصد دپاره وکارول شوه".
هغه زياته کړه "په 31 مارچ د نيشنل سيکیورټي په غونډه کې ايي اېس ايي ډېر په واضح ډول ويلي وو چې د حکومت پرضد د هيڅ ډول سازش شواهد نه وو ترلاسه شوي او دغه معامله د سياسي ګټو دپاره کارول شوې ده. د پاکستان ادارې او په ځانګړي ډول پوځ بدنامه کړی شو، او په دغه وخت کې ارشد شريف او نور صحافيان او د ټولنيزو رسنیو فعال په يوه بيانیه اخته کړی شو د هغې ډېر حقيقت ښکاره شوی دی خو پوځ په دغه لړ کې بدنامه کړی شو".
هغه وویل، "په دې ميډيا ټرايل کې ARY نيوز چېنل په ځانګړي ډول د پوځ پرضد په بيانيه جوړولو کې کردار ادا کړو. د پوځ نه د سياسي مداخلت توقع وشوه کومه چې د پاکستان د ايين د خلاف وه خو ادارې او د پوځ مشر د صبر څرګندونه کړې ده. دورغ ويل شوي ادارې بدنامه شوي او غدار ورته ویل شوي دي".
د ارشد د وژنې د پېښې په اړوند د پوځ د وياند پوښتنې
بابر افتخار وویل، "په 5 اګست 2022 د خېبرپښتونخوا حکومت د ارشد شريف په اړوند د خطرې خط يا تهرېټ الرټ جاري کړی او د پوځ د معلوماتو ترمخه دغه خط د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا [محمود خان ] په ځانګړو هداياتو جاري کړی شوی، چې پکې شک څرګند کړی شوی چې د افغانستان نه تحریک طالبان پاکستان صحافي ارشد شریف هدف کول غواړي، خود مرکزي حکومت او ادارو سره په دغه اړه معلومات نه دي شريک کړی شوي. د دې نه ظاهريږي چې دا خط د یو مخصوص سوچ لاندې جاری شوی او شايد مقصد يې ارشد شريف په ملک پرېښودو مجبورول وو".
د پوځ وياند وويل، "اطلاعات دي چې ارشد شريف بهر تلل نه غوښته خو هغه ته بيا بیا ويل کېده چې هغه ته خطره ده او بیا په 8 اګست شهباز ګل په ARY نيوز چېنل د پوځ په اړوند بيان ورکړو، او بيا چې هغه ونيول شو او د لانجمنه خپرونې په اړه چې د ARY نيوز سینير اېګزېکټیو وايرس پرېزډنټ عماد يوسف نه تحقيقات وشو نو معلومه شوه چې سلمان اقبال د شهباز ګل د نيولو وروسته سمدستي د ارشد شريف زر تر زره بهر لېږلو لارښوونه کړې وه".
بابر افتخار زیاته کړه "په نهم اګست د ارشد شريف د کراچۍ نه د ارشد شريف دوبۍ ته ټکټ بک کړی شوی خو په لسم اګست نوموړی صحافي د پېښور د باچا خان هوايي اډې نه بهر روان کړی شوی او په دې کې ورته د خېبرپښتونخوا حکومت پوره پروټوکول يا اسانتياوې برابر کړی شوې وې. حکومت که غوښتی هغه يې منع کولی شو".
نوموړي وويل، "ارشد شريف تر هغې وخته پورې په دوبۍ کې وو چې ويزه يې نه وه ختمه، او هغه په دوبۍ کې په سرکاري کچه چا نه وو مجبور کړی چې دوبۍ پرېږدي، بيا څوک وو چې هغه يې د دوبۍ نه په لېږلو مجبور کړو؟ د دې پوښتنې ځواب پکار دی، د دوبۍ نه ورته اسناد چا برابر کړي؟، په دوبۍ کې چا ساتلو؟، چا ورته باور ورکړی وو چې په کينيا کې به هغه محفوظ وي؟ په کينيا کې د هغه کوربه څوک وو؟ وقار احمد او خرم احمد چې د ارشد شريف د وژنې د پېښې سره تړاو لري دوی څوک دي؟، د ارشد شريف پېښه په لرې علاقه کې شوې د هغې لومړی چا او چاته ورکړی. ډېرې پوښتنې دي ځکه پوځ د حکومت نه د لوړې کچې پلټنو کولو غوښتنه کړې ده.
د پوځ وياند وويل، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخیستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي.
د پاکستاني خبريال ارشد شريف په اړوند عمران خان عمران خان دعوه کړې چې د ارشد شريف هدفي وژنه شوې ده.
نوموړي په پېښور کې د وکيلانو غونډې ته په وينا کې ويلي، ارشد شريف ته ګواښونه کېدل او زياته کړې يې ده، "ماته معلومه وه چې هغه [ارشد شريف] وژل کيږي او ما ورته بيا د ملک څخه بهر تلو ويلي وو"، خو عمران خان نه دي ویلي چې ګواښونه چا کول.
د پوځ د ترجمان په بیان د عمران خان او د ARY چېنل دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.