لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: سوات کې ٧ جنگیالي وژل شوې

پوځ: سوات کې ٧ جنگیالي وژل شوې
پوځ: سوات کې ٧ جنگیالي وژل شوې

د پاکستان پوځ وائې په سوات سیمه کې يي اوه جنگیالي وژلې دي او د جنوبي وزیرستان قبائیلې سیمې نه د راغلې رپورټونو ترمخه یوې ځانمرگي حمله کې لږ ترلږه نهه کسان زخمیان شوې دي.

چاوراکې وائې ځانمرگي برید د جنوبي وزیرستان په شکۍ سیمه کې د اتوار په ورځ شوی دی. شکۍ د جنوبي وزیرستان مرکزي ښار وانه نه ٢٥ کلومیټره په شمال کې پرته سیمه ده.

رپورټونه د ځائې چارواکو د خلې وائې ځانمرگي چاؤدنه حمله هاغه وخت وشوه کله چې د یو حکومت پلوه کمانډر محافظانو یو مشکوک تن د ودرولو کوششو ووکړو او دغه تن د ځان پورې تړل شوې بارودي مواد خلاص کړل. چاؤدنه د حکومت پلوه کمانډرد دفتر مخته شوې ده چې پکښې د هغه ډریور او لږ تر لږه اته نور کسان زخمیان شوې دي.

بل خوا په سوات کې پوځ وئیلې په سیمه کې تازه عملیاتو کې يي اوه جنگیالي وژلې دي.

امنیتي چارواکې وائې عملیات تیره شپه ناوخته د سوات په چوپړیال او شوغدړه سیمو کې عسکرو گزمه کوله چې پټ ناستو جنگیالو پې حمله ووکړه، په نتیجه کې یو عسکر زخمي شو. ددې ورستو عسکرو د حمله کونکو لټون شورو کړو او د نخښتو ورستو يي اوه جنگیالي وژل.

This item is part of
XS
SM
MD
LG