لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : سينيټ هم د 19م ترميم منظوري ورکړې ده


اسلام اباد : سينيټ هم د 19م ترميم منظوري ورکړې ده
اسلام اباد : سينيټ هم د 19م ترميم منظوري ورکړې ده

د پاکستان د قامي اسمبلۍ وروسته سينيټ هم د زيارت په ورځ د 19م ائيني ترميم په متفقه توگه منظوري ورکړې ده.
د پارلمان برني ايوان يا په سينيټ کې دترسره شوؤ رائيو په مهال 80ؤ غړو داعلی عدليې د ججانو د تقرری په طريقه کار کې د بدلون په اړه ددغه ترميم په حق کې ووټونه ورکړل او چا يې هم مخالفت ونۀ کړو.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سينيټ ته پخپله وينا کې وويل سينيټ ائيني ترميم په متفقه توگه منظورولو سره دسياسي پوخوالي ثبوت ورکړو.
هغه وويل دا دهيواد لپاره دنوي کال سوغات دى.
وزيراعظم وويل د نولسم ائيني ترميم ددواړو ايوانونو څخه منظورۍ دادارو ترمينځ دټکر انديښنې لرې کړي دي.
وزيراعظم دترميم په تيارۍ کې دشاملې کميټۍ غړو هڅې وستائيلې او په جنورۍ کې يې هغوي ته داعلي سول اعزاز يعنې ستاره پاکستان ورکولو اعلان هم وکړو
وزيراعظم وويل په اتلسم ترميم به مکمل عمل درامد کول شي.
هغه وويل داوازو له امله به حکومت نۀ ختميږي.
وزيراعظم وويل مونږ دجوړجاړي سياست ته وده ورکوؤ، او ددغه ترميم منظوري دعدليې داحترام نتيجه ده.
دهغه وينا وه ددغه بل منظورۍ سره دعدليې په احترام کې اضافه شوې ده.
وزيراعظم وويل ځينو خلکو ويره لرله چې گنې دعدليې او پارلمان ترمينځ به ټکر راځي خو دغه ويره هم ختمه شوه او دنولسم ائيني ترميم سره به ادارې نورې هم مضبوطيږي.
گيلاني وويل مونږ دانتقام سياست ته دپايې ټکر ايښودى دى.
گيلاني وويل کۀ په پارلمان کې اکثريت زمونږ سره وي نو مونږ به داولس خدمت کوؤ.
هغه زياته کړه
له دې وړاندې دائيني اصلاحاتو په اړه دپارلماني کميټۍ چئيرمين رضا رباني دغه بل په سينيټ کې دمنظورۍ لپاره وړاندې کړو.
په دغه موقع رباني وويل نن ورځ دپاکستان په سياسي تاريخ او پارلمان کې يوه تاريخي ورځ ځکه ده چې يو بل گډ ترميمي بل په ايوان کې دمنظوريدو لپاره وړاندې کولى شي.
هغه وويل دا دهيواد په سياسي تاريخ کې يوه نايابه لحظه ځکه ده چې په کال 2010م کې په ايوان کې دوه مهم ائيني بلونه وړاندې کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG