په داسې حال کې چې په پلازمينه اسلام اباد کې د نوازشريف د حکومت په ضد د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک ډلو لخوا احتجاجې دهرنې روانې دي ، د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان وايي ، مونږ د نوازشريف نا بلکې د ائين او پارليمنټ ملاتړ کوؤ .
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان نن د گل په ورځ پېښور کې د خبري غونډې په مهال وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د عمران خان او طاهرالقادري د روانو دهرنو په اړه وئيل " دا چې څه کيږي دا زمونږ په حساب دويې د ائين نه باالکل مخالف روان دي " .
نوموړي زياته کړه نوازشريف ته مې وئيلي ، " چې ستا ملاتړ نا بلکې مونږ خپل اصول ، د پارليمنټ او ائين ملاتړ کوؤ ، او که ائيني طور ستا خلاف څوک اف کوي ، زه به وړومبی سړی يم چې ستا خلاف به ودرېږم . خو د ائين پاکستان لاندې " .
اسفنديار ولي خان په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه ووئيل ، زمونږ مرکزي مجلس عامله پرېکړه کړې وه ، چې دغه روايت بدلوؤ چې څوک وبائيلي وايي درغلي شوې ده ، ځکه زمونږ د بې شمېره تحفظاتو باجود مونږ دا اليکشن تسليم کړو . هغه ووئيل د حکيم الله محسود لخوا د ای اېن پي په اليکشن کې د برخې نه اخستو د خبرې په ضد مونږ سپريم کورټ او هائيکورټ ته لاړو ، ټول پرې خاموشه شو.
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر ووئيل ، حکومت بايد د قبائيلي سيمې کډوالو ته پام لرنه وکړي . د هغو څوک د تپوس نشتی ، د صوبې او مرکز واکمن ټول په اسلام اباد کې راټول شوي دي .
په عېن حال کې چې د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ احتجاجي مارچونه په دولسمه ورځ هم دوام لري ، پاکستان پيپلزپارټۍ ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعيت علمااسلام ډلې هم په ملک کې د جمهوريت ، ائين او پارلمنټ د سرلوړۍ د ملاتړ کولو وئيلي دي .
د عمران خان د ډلې لخوا په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ په ضد د ازادي مارچ ، او طاهرالقادري په ملک کې د انقلاب راستو دپاره د انقلاب مارچ گډون وال په اسلام اباد کې په احتجاجې دهرنا ناست دي ، او د حکومت لخوا دواړو ډلو سره د هغوي د غوښتنو منلو دپاره مذاکرات هم روان دي .
خو عمران خان په دې خبره کلک ولاړ دی ، چې څو پورې نوازشريف د وزيراعظمۍ څوکۍ نه وي پرېښودي ، مذاکرات نه کوي .
د اسفندیار ولي خان د وینا تور تفصیل پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: