لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دنیا نه تللي عاصمه جهانگیر یوه خبره: که چرې پښتانه او باچا خان نه وی نو پاکستان به تنگ نظره هېواد و


عاصمه جهانگیر په ایران کې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو د څیړونکې په توگه هم خدمات ترسره کړې دي
عاصمه جهانگیر په ایران کې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو د څیړونکې په توگه هم خدمات ترسره کړې دي

د پاکستان د انساني حقونو وتلي مبارزې عاصمه جهانگیر د مرگ نه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پښتنو د لاریون په موقع ویلي وو چې که چرې پښتانه او باچاخان نه وی نو پاکستان به یو تنگ نظره هیواد و.

د عاصمه جهانگیره دغه وینا په سوشل میډیا گڼ شمیر خلکو شریکه کړې ده. "پښتون لانگ مارچ" ته په خپل تقریر کې هغې وویل که چرې پښتانه او باچا خان په پاکستان کې نه وی نو پاکستان به یو تنگ نظره هېواد و.

په نړيواله کچه او د پاکستان دننه د انساني حقونو وتلي کارکونکي عاصمه جهانگیر په مرگ د خفگان او د غمرازۍ څرگندونې شوي دي.

میرمن جهانگیر د اتوار، یکشنبې، په ورځ په لاهور کې د ٦٦ کلونو په عمر کې د زړه د ناروغۍ نه ساه ورکړه.

د ملگرو ملتونو مشر اینټونیو گوټیرس د عاصمه جهانگیر په مرگ په خپل پېغام کې وویل "نړۍ د انساني حقونو د دېو قامتې" مبارزې نه محرومه شوه.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د "بې ویرې عاصمه" په عنوان خپله اداریه کې د عاصمه جهانگیر په مرگ لیکي چې که څه هم د هغې مرگ د بې انتها خفگان خبره ده خو د افتخار خبره دا ده چې هغې "زمونږ" په منځ کې ژوند کولو. اداریه وايي عاصمه جهانگیر ټول عمر د جمهوریت او د قانون د عملدارۍ دپاره کوښښونه کړي او د هغې مرگ په داسې وخت کې شوی دی چې په پاکستان ک جمهوریت د غیریقیني حالاتو سره مخامخ دی.

د اسلام آباد نه د وي او ای خبریاله عائشه تنظیم د عاصمه جهانگیر په اړه په خپل رپورټ کې لیکي چې هرچا عاصمه جهانگیر په خپلو خپلو نومونو یادوله، د چا دپاره هغه یوه جنگیالۍ وه چې د طاقتورو خلاف به ودریدله، چا به ورته غداره ویل، چا به ورته د انساني حقونو مبارزه، چا به ورته د اسلام او د پاکستان مخالفه ویل او د چا دپاره هغه د قامي افتخار علامت او د بې اوازو خلکو غږ و.

عاصمه جهانگیر په بلوچستان کې د بې درکه شوو خلکو د حقونو هم یو قوي اواز و.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي میرمن محرتاج روغاني د عاصمه جهانگیر د خدماتو په ستاینه کې وویل چې هغه د محرومې طبقې او د ښځو د حقونو یو مضبوط اواز و.

د انساني حقونو ترڅنگ، عاصمه جهانگیر د دپاکستان د پوځ سخت نقاده او د پوځي امرانو کلکه مخالفه وه. هغې د هر پوځی امر کلک مخالفت کړی و او هم په دې وجه د پوځ حمایتیانو د هغې دپاره وخت په وخت مشکلات هم راولاړ کړي وو.

په ١٩٨٣ م کې د هغه وخت پوځي امرجنرل ضیاء الحق خلاف او د جمهوریت په حق کې کوښښونو عاصمه جهانگیر زاندان ته ورسوله خو د آئین او قانون د بالادستۍ دپاره د هغې جذبه یې کمه نه کړه.

سیاسي څیړونکی بابر ستار په ټوېټر خپل پېغام کې وايي عاصمه جهانگیر د پسته قد خلکو ترمنځ د لوې قد شصخیت و چې د طاقت په نشه کې مستو خلکو ته به یې حقیقت ویلو او چې په کوم ځای به په حق وه نو هلته به په جنگ ودریده.

د عاصمه جهانگیر مخالفینو په هغې د هند پاره د جاسوسۍ الزام لگولو.

زید حامد چې یو متنازعه سیاسي څیړونکی دې او د خبرو ېې څرگندیږي چې لانجمنې خبرې خوښوي، عاصمه جهانگیر یې د یو غدارې پاکستاني سیاست مدارې په نوم یاده کړې چې تشدد راپاروي.

د عاصمه جهانگیر د هیومن رایټس کمشن اف پاکستان په بانیانو کې شامله وه چې د پاکستان د انساني حقونو تر ټولو لویه غیر حکومتي اداره ده.

د پاکستان د پیپلز گوند په پښتونخوا کې د اسمبلۍ غړی نگهت اورکزۍ واېي ډیره بدبختی ده چې پاکستان کې د بې وسه خلکو د حقونو او د انصاف او قانون لپاره هر کارکونکي ته په بد نظر کتلی کیږي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکې یو تن په خپل یو ټیوټ کې عاصمه جهانگیر خپله اتله بولي. په بلوچستان کې په زور د بې درکه خلکو او د نورو بشري سرغړونو لپاره کارکونکي فعالین په صوبه کې د خلکو لپاره د عاصمه جهانگیر خدمات ستایلي دي.

د قامي اسمبلۍ ښځینه غړې نفیسه شاه عاصمه جهانگیر یو تکړه او زړه وره ښځه بللې او په ټیوټ کې لیکي چې دې به د بې وسه او ځورول شوو خلکو لپاره غږ پورته کولو.

د پاکستان د بهرنو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر په خپل ټویټ کې لیکی چې د عاصمه جهانگیر په شان زړه وره او بهادره ښځه نشته او په مرگ یې پاکستان غریب شو.

د هند د فلمي صنعت سره تعلق لرونکو شاعرانو، لیکوالانو او فنکارانو د عاصمه جهانگیر مرگ د سیمې لپاره یو تاوان بللې دې.

عاصمه جهانگیر په ایران کې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو د څیړونکې په توگه هم خدمات ترسره کړې دي.

د عاصمه جهانگير په پسمانده گانو کې دوه لوڼه او یو زوی شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG