لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وکې لیکس باني د کتاب لیکلو معاهده کړې


د وکې لیکس باني جولیئن اسانج باندې په سویډن کې د جنسي زور زیاتې الزامات لگول شوې دي. خو هغه دغه تورونه رد کړې دي. د هغه وکیل وئیلې اسانج غواړې چې خپل نوم صفا کړې
د وکې لیکس باني جولیئن اسانج باندې په سویډن کې د جنسي زور زیاتې الزامات لگول شوې دي. خو هغه دغه تورونه رد کړې دي. د هغه وکیل وئیلې اسانج غواړې چې خپل نوم صفا کړې

د وکې لیکس باني جولیئن اسانج د کتاب لیکلو د پاره د ١.٥ میلینه ډالرو معاهده لاس لیک کړې. د معاهدې ترمخه جولیئن اسانج به د کتاب مسوده د کال ٢٠١١ د مارچ د میاشت پورې تیاروي.

د برطانيی سنډی ټائمز ورځپاڼې سره مرکه کې اسانج وئیلې هغه د کتاب لیکلو څه اراده نه لروله خو هغه د خپلو مقدمو او د ویب پاڼې چلولو خرڅ پوره کولو د پاره د کتاب لیکلو فیصله کړې ده.

د خبرې رپورټونو ترمخه د امریکې نشریاتي اداره الفریډ ای نوف او د برطانيي نشریاتي اداره کینن گیټ به اسانج ته د خپل ژوند قیصه لیکلو د پاره ١.٥ میلینه ډالره ورکوي.

په دې ورستیو کې اسانج د امریکې انتهائې حساس خفیه سفارتي دستاویزات شائع کړې دي. امریکائې حکومتي چارواکو په غه گام د وکې لیکس سخته غندنه کړې ده.

اسانج نن سبا په برطانیه کې ژوند کوي. برطانیه کې د هغه سویډن د سپارلو د پاره عدالتي کاروائې شورو کړی شوې ده. سویډن کې اسانج باندې دواؤ زنانه ؤ د جنسې زور زیاتې الزامات لگولې دې. د سویډن چارواکو وئیلې غواړې اسانج نه ددغه الزاماتو په حقله پوښتنې اوکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG