لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دویم عالمي جنګ په مېدان تقریر کې صدر بایډن د یوکرېن په ملاتړ کې د یووالي غوښتنه وکړه


د نورمنډي په مېدان تقریر کې بایډن د ډي ډی د حملې په اړه وویل کوم ځای چې "مونږ ولاړ یوو د جون په پینځمه نېټه دا مقدس مېدان نه و خو د جون په شپږمه دا مقدس مېدان شو."
د نورمنډي په مېدان تقریر کې بایډن د ډي ډی د حملې په اړه وویل کوم ځای چې "مونږ ولاړ یوو د جون په پینځمه نېټه دا مقدس مېدان نه و خو د جون په شپږمه دا مقدس مېدان شو."

د فرانس په کليواله سیمه کې د نارمنډي په ساحل د دویم عالمي جنګ په مېدان، په ۱۰۰ فټه اوچته مورچه ولاړ د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ خپل تقریر کې یوکرېن سره په ملاتړ کې د یو د اتحاد غوښتنه وکړه.

بایډن په فرانس کې د ډي دی یا د ډي ورځ د لمانځلو په دستورو کې شرکت دپاره په فرانس کې و.
د کال ۱۹۴۴ د جون د میاشت په شپږمه نېټه اتحادي ځواکونو د فرانس په نارمنډي ساحل د نازي جرمني خلاف حمله شروع کړه او جرمني ته يې بالاخېر ماتی ورکړو.

د نارمنډي په مېدان تقریر کې بایډن د ډي ډی د حملې په اړه وویل کوم ځای چې "مونږ ولاړ یوو د جون په پینځمه نېټه دا مقدس مېدان نه و خو د جون په شپږمه دا مقدس مېدان شو."

بایډڼ وویل هغه عسکر چې د فرانس دې غر ته راختل دا ورته نه وه معلومه چې دوی به دنیا به بدله کړي. هغه وویل تاریخ ښودلي چې عام امریکایان په ګرانو وختونو کې غېرمعمولي کارونه ترسره کولی شي او د فرانس د دې ساحل يې نه بل ښه مثال نشته.

د ډي دی د دستورو په لړ کې بایډن په فرانس کې هغه مقبرې ته هم ورغلو چې د زرګونو امریکايي عسکرو قبرونه په کې او ويې وېل د امرانه د حکمرانانو د حملو قیصه بیا هم تکرارېدلی شي. بایډن وویل په حقیقت کې دا قيصه په یوکرېن کې اوس هم دوام لري.

د امریکې په مرسته، یوکرېن د تېرو دوو کلونو راهسې د روس د سختې حملې مقابله کوي او په مېدان ولاړ دی. بایډن په تکرار دا خبره کوي چې روس به ځان د یوکرېن د سرحد پورې محدود نه ساتي. امریکايي صدر د نېڼو په غړو ملکونو غږ کړی چې د یوکرېن په سر د مضبوط اتحاد څرګندونه وکړي.

د خپل تقریر په مهال به بایډن د مېلمونو په وړمبي قطار کې په ويل چېیر یا د پایو په کرسۍ کې ناست ۹۹ کلن پخواني عسکر جان وارډېل ته وکتل. وارډېل د رېنجر په هغه دسته کې شامل و چې د ډي دی په ورځ د فرانس د کاڼو ګټو په غر د حمله په وخت ورختل. د هغه وخت د عسکرو شمېره په کمېدو ده.

بایډن وویل په دې ورځ د پخوانیو عسکرو د بهادرۍ یادولو دپاره نه یوځای کېږي بلکې د هغوي اوازونه اوري چې وايي په حقیقي معنو کې د امریکي په اقتدارو ودرېږئ.

په فرانس کې بایډن د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره هم ملاقات وکړو او یوکرېن سره يې ۲۲۵ مېلین ډالرو نور امداد اعلان وکړو.

بایډن وویل زېلېنسکي په بې مثاله توګه جنګېږي. امریکايي صدر زېلېنسکي ته باور ورکړو چې یوازې به يې نه پرېږدي. بایډن ته د دې نه مخکې یوکرېن ته په امریکايي امداد کې په ځنډ معافي وغوښتله او ویې وېل د کانګرس ځينې زاړه پاله غړي یوکرېن سره نوره مرسته نه کول غواړي.

یوه ورځ مخکې زېلېنسکي هم د ډي دی په دستورو کې شرکت وکړو او د ۱۹۴۴ د جنګ پخوانیو امریکايي عسکرو سره يې جذباتي ملاقاتونه وکړل. په یو ملاقات کې په وېل چېیر ناست ۹۹ کلن پخواني امریکايي عسکر د زېلېنسکي لاس ونیولو او ځان ته يې راغاړه کړو او ورته يې وویل ته د خلکو محافظ يې. زېلېنسکي ورته په جواب کې وویل یورپ خو تا بچ کړی دی.

زېلېنسکي د بایډن شکریه ادا کړه چې امریکا د یوکرېن امداد کوي او ويې وېل دا ضروري ده چې امریکا د یوکرېن سره ودرېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG