لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې سختې ګرمۍ په مشکوکه توګه 11 کسان مړه کړي، چارواکي وايي طبي تصدیق یې روان دی


رويټرز خبري اداره وايي په غربي هند کې د ګرمۍ سره تړلو علتونو له وجې په مشکوکه توګه 11 کسان مړه شوي دي خو د هند د قدرتي‌ افتونو انتظام ادارې چارواکي وايي د مړینو د علتونو په اړه ورته په فوري توګه نه ده معلومه شوې او طبي ازموینې لا نه دي‌ مکمل شوې. پاکستان هم د جمعې په ورځ د سختې ګرمۍ سره مخ شوی.

رویټرز خبري اداره د هند د ځايي مطبوعاتو له قوله وايي د هېواد په غربي ریاست راجستان کې د ګرمۍ سره تړلې د نهو کسانو د مړینې خبرونه رپورټ کړی شوي‌ دي، چرته چې د جمعې په ورځ د شګو میداني سیمه پېلوډي کې درجه حرارت 49 ته رسېدلی وو، کوم چې په ریکارډ توګه روان کال په هېواد کې تر ټولو زیاته کچه ده.

د هند د موسمونو د ادارې چارواکو د هېواد د پنجاب او هریانه ترڅنګ په ځینو ریاستونو کې د زیاتو ګرمو څپو خبرداری ورکړی دی.

د هېواد په یو غربي ښار احمد اباد کې ایډیشنل سپرنټنډنټ راجنېش پټېل مطبوعاتي ادارې «دیویا بهاشکر» ته ویلي، دغلته لږ تر لږه دوه کسان د ګرمۍ له وجې مړه شوي دي.

د ریاستي ایمبولینس ادارې ویاند ویکاس بېهاني رویټرز خبري ادارې ته ویلي دي چې په تېرو دریو ورځو کې یې د ګرمۍ سره تړلي یو شمیر ناروغان روغتون ته وړي دي.

په هند کې چارواکو د ګرمۍ کچه د 40 درجه حرارت نه اوښتلو وروسته په هېواد کې د ګرمۍ څپه اعلان کړې ده. په هند کې په عمومي توګه د مۍ په میاشت کې زیاته ګرمي وي خو ساینسدانانو دا کال د زیاتې ګرمې د څپو او د تبې او نورو ناروغیو اټکل کړی دی.

هند کې بارانونه او تاوان

رویټرز خپل رپورټ کې وايي روانه اوونۍ د هند په کیراله ریاست کې د وخت نه وړاندې پشکالي بارانونه اتلس سلنه زیات شوي دي چې د سیلابو علت ګرځیدلي او اووه کسان یې وژلي دي.

د دې ترڅنګ یې په ځینو برخو کې یې د جهازونو الوت هم متاثره کړی وو. د جمعې په ورځ په کیراله کې د نورو درنو بارانونو اټکل شوی دی.

پاکستان کې ګرمي

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د تودوخې د درېوؤ څپو وړاندوينه کړې اؤ وايي يوه څپه د مئ تر 27مې پورې روانه ده او دوه نورې به د جون په پیل او وروستيو کې شروع کیږي.

رویټرز خبري اداره د پاکستان د موسمي بدلون وزارت د چارواکو له قوله په خپل رپورټ کې لیکلي دي، د زیارت په ورځ تر 26 پورې ضلعې د سختې ګرمې څپې له وجې خټکېدلې او زیاتوي د تازه ګرمو څپو دا لړۍ به د روانې میاشتې تر دېرشمې پورې روانې وي او په ممکنه توګه د ګرمې کچه تر 50 سینټي ګریډ پورې لوړېدی شي.

د پاکستان بېلابېل ښارونه له سختې ګرمۍ او تودو څپو سره مخ دي او په دې لړ کې د پاکستان حکومت د هيواد په ځينو برخو کې سکولونه په عارضي توګه تړلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG