د نهې- سه شنبې په ورځ سفارتکارو ويلي، سږ کال په حج کې لږ تر لږه 550 کسان چې حج ته ورغلي مړه شوي او په دوی کې زيات د ګرمۍ له امله مړه شوي دي، ويل شوي په مړه شوو کې لږ تر لږه 323 د مصر دي.
دوو عرب سفارتکارو اې اېف پي خبري ادارې ته د مصري وګړو مړينې تاييد کړي او ويلي يې دي په دوی کې زيات د ګرمۍ له امله د ناروغو ښکار شوي وو.
سفارتکارو ويلي، "د يو نه سېوا ټول مصري وګړي د ګرمۍ له امله مړه شوي دي".
يو سفارتکار ويلي، د مړو شمېره ورته د مکې په المعيسم کې د روغتون د مرده خانې څخه ترلاسه شوې ده.
سفارکارو ياته کړې، په مړه شوو کې لږ تر لږه 60 د اردن دي.
د اې اېف پي د شمېرو ترمخه د مړينو نوې شمېرې د ګڼو هيوادونو لخوا تراوسه پورې رپورټ شوې ټولې شمېرې 577 ته رسېدلي دي.
تېره مياشت د سعودي عرب يوه څيړنه کې ويل شوي وو، د اب و هوا يا چاپيريال د بدلون له امله په حج باندې په چټکتيا سره اغېزې کيږي، او په کوم ځای کې چې عبادتونه کيږي هلته د تودوخې کچه د 0.4 ډګري سيلسيس (0.72 ډګري فارن هایټ) پورې سېوا کيږي.
د نهې په ورځ د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، قاهره د حج په وخت د بې درکه مصري وګړو د لټون دپاره د سعودي عرب د چارواکو سره مرسته کوي.
د سعودي عرب چارواکو د ګرمۍ له امله د 2,000 نه زياتو حاجيانو د علاج کولو ويلي وو، خو د اتوار د ورځې وروسته دغه شمېرې نه دي شريکې کړل شوي او نه د مړينو په اړه څه ويل شوي دي.
تېر کال د مختلفو هيوادونو لخوا لږ تر لږه د 240 کسانو د مړينې ويل شوي وو، په هغو کې د زياترو تعلق د انډونيشيا سره وو.
د اې اېف پي ترمخه د ګل په ورځ د مکې نه بهر په منا کې حاجیان ليدل شوي چې په سرونو یې د بوتلو څخه اوبه اچولې او رضاکارو ورته يخ شربتونه او ايس کريم ورکول.
ويل شوي، سعودي چارواکو خلکو ته په سيوري د پاتې کېدو، اوبو څښلو او په نمر کې د وتلو نه ډډې کولو مشورې ورکولې، خو د حج ډېر مناسک د ورځې په څو ساعتونو په غرمو ترسره کول وي ځکه دوی ته مشورې ورکول عملي کول ممکن نه وي.
ځينې اېمبولنسې ليدل شوي چې مړي یې اوچتول.
د سعودي عرب د چارواکو په وينا، سږ کال خواوشا 18 لکه کسانو د حج فريضه ادا کړې ده او په دوی کې 16 لکه د بهر هيوادونو نه سعودي عرب ته ورغلي وو.
د خبر ترمخه، هر کال د زرګونو په شمېره کې کسان د غېر قانوني لارو هم حج له د تلو هڅه کوي ځکه دوی په سرکاري توګه د حج د ويزې او نورو خرڅونو دپاره پېسې نه لري، او دوی بيا د د اييرکنډيشن او نورو اسانتياو څخه محرومه وي.
( د دې رپورټ معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)
Forum