اسرایل د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په عدالت کې په غزه کې د جنګ په سر د نسل وژنې الزاماتو په ضد خپله دفاع وکړه او ټینګار یې وکړو چې په غزه کې جنګ د اسرایلي ولس قانوي دفاع ده او اسرایل نه بلکې د فلسطیني مسلح ډلې حماس وسله وال په نسل وژنه کې ککړ دي.
په نړیوال عدالت کې د اسرایل خلاف مقدمه د جنوبې افریې په درخواست شروع شوې چې په کې په اسرایل د نسل وژنې الزام لګول شوی دی. نړیوال عدالت کې دا د ټولو نه لویه مقدمه بلل کېږي.
اسرایل د جنوبې الزامات منافقانه بللي دي.
اسرایلي چارواکي په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو دفاع کوي، وايي دا په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې د اسرایل د خپلې دفاع قانوني حق دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې 1200 کسان وژل شوي دي او حماس تر 250 پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.
په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د جمعې به ورځ وویل په تېرو 24 ګنټو کې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې 151 فلسطینیان وژل شوي او 248 زخمیان شوي دي. وزارت په یو بیان کې وویل د جنګ د شروع کېدو راهسې په غزه کې 23708 کسان وژل شوي دي چې په دریو کې دوه برخې په کې ښځې او ماشومان دي.
د اسرایل قانوني مشیر ټال بېکر دي هېګ، نېدرلېنډ، کې د انصاف نړیوال عدالت ته چې د ودانۍ نوم یې پېلس اف پیس یعنې د امن محل دی، وویل چې اسرایل نه خو جنګ شروع کړی او نه هم جنګ غوښتلو.
هغه په دې حالاتو کې په اسرایل د "جېنوسایډ" یا د نسل وژنې الزام زیات غلط او د "دښمنۍ" په بنیاد نه شي کېدلی. هغه وویل په جنګ کې د ملکي خلکو د مشکلاتو په بنیاد د نسل وژنې الزام نه شي لګېدی.
د جمعې په ماسپښین جرمني وویل د اسرایل په حمایت کې به په مقدمه کې مداخلت کوي او په اسرایل د نسل وژنې الزام په "هېڅ" بنیاد نه شي لګول کېدی.
د جرمني د حکومت ترجمان سټېفن هېبسټرایټ په یو بیان کې وویل د حماس وسله والو په بې ګناه خلکو بې رحمه حمله وکړه، تشدد یې وکړو، وژنې یې وکړې او خلک یې یرغمال کړل.
هغه وویل د دغه وخت راهسې اسرایل د حماس د "غېرانساني" حملې خلاف خپله دفاع کوي.
د نړیوال عدالت د قوانینو ترمخه، که جرمني عدالت ته په مقدمه کې د داخلېدو خواست وکړي نو کولی به شي چې په عدالت کې د اسرایل دپاره وکلات وکړي.
د ترکیه صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ وویل هېواد یې نړیوال عدالت ته د اسرایل خلاف مقدمه کې دستاوېزات ورکوي.
اردوان په استنبول کې خبریالانو ته وویل ترکیه به عدالت ته د دستاوېزات ورکولو ته دوام ورکوي. هغه فکر کوي عدالت به اسرایل مجرم وبلي.
د اسرایل خارجه وزیر ییز کاټز په اردوان ټکونه وکړل او هغه یې د یو داسې ملک صدر وبللو چې په "ماضي کې یې د ارمینايي نسل وژنه کړې."
کاټز وویل اردوان "په بې بنیاده الزاماتو" اسرایل په نخښه کوي.
جرمني چې د اسرایل خلاف مقدمه کې شامله شي نو کولی به شي چې په دې اړه دلایل وړاندې کړي چې د نسل وژنې خلاف د نړیوال قانون یا د جېنوسایډن کنوېشن تشریح څنګه کېدلی شي؟ دا خبره انساني حقونو نړیوال تنظیم وکیلا بلقیس جراح کوي. جېنوسایډن کنوېنشن د دویم عالمي جنګ وروسته په 1948 کې لیکل شوی دی.
جراح وویل عدالت به د کنوېشن په اړه بحث پس له دې اوري چې د جنوبي افریقې په دې خواست فېصله واوري چې په غزه کې د فلسطینیانو د تحفظ دپاره دې په بېړنۍ توګه ګامونه واخیستل شي.
د جرمني د نازیانو تاریخ ته په کتنه اسرایل سره د جرمني حمایت څه علامتي اهمیت لري.
هېبسټرایټ وویل جزمني د نسل وژني د مخنیوي قانون سره ژمنه لري او ادارې د سیاسي مقاصدو دپاره د استعمال "په کلکه" مخالفت کوي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جرمني د اعلان هرکلی وکړو او ویې وېل د اسرایل ټول شهریان یې متاثر کړي دي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جنوبي افریقې وکیلانو د عدالت نه وغوښتل چې امر دې وکړي چې اسرایل په غزه کې پوځي عملیات په سمدستي ډول ودروي. په دې اړه د عدالت په فېصله کې ممکنه ده چې څو هفتې ولګي او په ټوله مقدمه کې ممکنه ده چې کلونه تېر شي او دا هم نه ده واضحه چې ایا اسرایل به د نړیوال عدالت په احکاماتو عمل هم کوي او که نا؟
د جمعې په ورځ د اسرایل وکیل عدالت ته د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په اړه وډیو وښودل او اډیو واورول. په دغه مهال په عدالت کې مکمل خاموشي وه.
بېکر وویل د حماس وسله والو په ماشومانو د مېندو او پلرونو په مخکې او په مېندو او پلارانو د ماشومانو په مخامخ تشدد وکړو، خلک یې وسوزول، چې په کې واړه ماشومان هم وو،په منظمه ډول یې په زور جنسي فعل، رېب وکړو او په شلګونو ښځې، سړي او ماشومان یې مسخ کړل.
هغه وویل د جنوبي افریقې دا غوښتنه چې په غزه کې دې په سمدستي ډول جنګ وردول شي د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د خپلې دفاع نه ودرولو کوښښ دی.
که یو ملک خپله دفاع هم کوي خو پابند دی چې د جنګ په نړیوالو قوانینو عمل وکړي او د نړیوال عدالت ججا به دا فېصله کوي چې ایا اسرایل داسې کړي دي او که نا؟
د اسرایل خلاف د جنوبي افریقې په مقدمه کې د دوو ورځو اورونه د جمعې په ختمه شوه او د عدالت صدر جون ډاناهوو وویل د سمدستي اقداماتو په غوښتنه به فېصله چې څومره زر ممکنه وي وکړي.
اسرایل د نړیوالو ادارو او د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو نه اکثر بایکاټ کوي او غېر منصفانه او متعصبانه یې بلي خو دا ځل یې خپله قانوني ډله نړیوال عدالت ته لېږلې ده، چې ښښي دا مقدمه ډیره سنجیده ګڼي او په ممکنه توګه دا ویره لري چې که عدالت د عملیاتو د ودرولو فېصله وکړه نو په نړیواله کچه به یې دا ملک بدنامي وي.
بېکر په اسرایل پورې شوي الزامات رد کړل او دا یې د توجه حاصلولو کوښښ وبللو.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ګېلاد اردن په نړیوال عدالت کې مقدمه "نوي اخلاقي پستي" وبلله او ویې وېل دا چې نړیوال عدالت مقدمه واخیستله له امله یې د ملګري ملتونه او د دې زېلي ادارې "د ترهګر تنظیمونو په خدمت کې وسلې جوړې شوې دي."
بېکر وویل کوم الزامات چې په اسرایل لګېدلي پکار ده چې په حماس لګول شوی وی چې د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې په قول د اسرایل تباهي غواړي او امریکې او مغربي اتحادیانو یې ترهګر تنظیم بللی دی.
بېکر وویل که داسې اقدمات شوي چې نسل وژنه ګڼل کېدی شي نو دا د اسرایل خلاف شوي دي.
جنوبي افریقا وايي د فلسیطیانو وژنه نسل وژنه ده او لسیزو راهسې د فلسطینیانو د زورولو د اسرایل د تګلارې برخه ده.
د جنوبي افریقې وکیل ټمبېکا اونکوکای ټوبي وویل په غزه کې د تباهۍ کچه، خاندانانو کورونه او ملکي کسان په هدف کېدل، "دا جنګ د ماشومانو په ضد جنګ دا واضحه کوي چې د نسل وژنې په اراده یې (خلک) پوهېږي او په دې عمل هم کېږي."
هغه وویل څرګنده ده چې د دې مقصد "فلسطیني ژوند تباه کول دي."
د فلسطیني ادارې خارجه وزیر د مقدمې هرکلی وکړو او په یو بیان کې یې وویل جنوبي افریقا دا ثبوت ورکړو چې اسرایل قصداً او په منظمه ډول د جېنوسایډ کنوېشن د لاندې د خپلې ذمه وارۍ خلاف ورزي کوي.
اسرایل وايي ملکي کسان زیان نه د بچ کولو دپاره ګامونه پوره کوي چې په د حملو نه مخکې خلکو نه د خپلو سیمو نه د وتلو خبرداری شامل دی. اسرایل حماس د ملکي خلکود زیان ذمه وار بلي، وايي د حماس وسله وال د رهایشي علاقو نه حملې کوي او رهایشي علاقې د عسکري مقاصدو دپاره استعمالوي.
په نړیوال عدالت کې د مقدمې بنیادي نقطه د اسرایل او د جنوبي افریقې قومي شناخت هم دی.
اسرایل د یهوديانو د ریاست په توګه په دویم عالمي جنګ کې د جرمني د نازیانو دلاسه د شپږ مېلین یهودیانو د قتل عام وروسته قایم شو.
د جنوبي افریقې واکمن ګوند د ډیر وخت راهسې په غزه او وېسټ بېنک کې د اسرایل د تګلارو موازېنه د اقلیتي سپين پوستو د اپارټایډ د واکمنۍ تاریخ سره کوي چې تورپوستي خلک په کې دوی دپاره مخصوص کړی شویو ځایونو پورې محدود وو.
نړیوال عدالت د ملکونو شخړې فېصله کوي خو تر اوسه یې کوم ملک د نسل وژنې ذمه وار نه دی بللی. دې ته نږدې خبره عدالت په 2007 کې وکړه او ویې وېل په 1995 کې سربیا د جنېوا کنوېشن دلاندې د خپلو ذمه وارو خلاف ورزي کړې ده. د بوسنیا سرب ځواکونو په د بوسنیا په سبرېنکا کې د 8000 نه زیات مسلمانان سړي او هلکان وژلي وو.
Forum